|
برتانوى ترجمان ايران ته په جاسوسى تورن شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو برتانوى پوځي ترجمان چې افغانستان کې د ناټو مشر جنرال لپاره يې ترجماني کوله ايران لپاره په جاسوسى تورن شوى او په لندن کې تر محاکمې لاندې دى ډانيل جيمز کابل کې د ناټو د قوماندانى په مرکز کې کار کوه د برتانيا د رسمي اسرارو د قانون له مخې د جاسوسى په تور تر محاکمې لاندې نيول شويدى کابل کې د بي بي سي خبريال اليستر ليت هيد پدې هکله خپل راپورکې وايي ٤٤ کلن ډانيل جيمز چې يو عادي عسکر و جنرال ډيوډ ريچردز لپاره دخبري کنفرانسونو او د هغه د سفرونو په وخت کې ترجماني کوله . ډانيل جيمز په دري ژبه په فصاحت سره خبرې کولاى شي او ايراني الاصله دى . هغه تورن دى چې د ناټو د قوماندې له مرکز څخه يې داسې اطلاعات ايرانيانو ته ورکول چې د برتانيا د رسمي اسرارو د قانون له مخې کيداى شي دغسې اطلاعات مستقيما يا په غير مستقيمه توگه د دښمن لپاره گټور وي . ډانيل جيمز په کابل کې د خبريالانو اومطبوعاتو په منځ کې يوه آشنا څيره ده چې د جنرال ريچرډز وينا گانې به يې ترجمه کولې ، خو روښانه نده چې اطلاعاتو او اسرارو ته به يې څومره دسترس درلوده . ويل کيږي چې هغه د جنرال کوم نږدې مرستيال نه و . په لندن کې د چارشنبې په ورځ د محکمې زياتره جريان پټ و . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||