|
ايران دنيشه أي توکو پرضد افغانستان سره مرسته کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د نيشه ا ي توکو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې گاونډي هيواد ايران د يو تړون په ترڅ کې ژمنه کړې چې له افغان دولت سره به د نيشه اي توکو د قاچاق د مخنيوي به برخه کې مرسته کوي . دغه تړون د نيشه اي توکو په وړاندې د افغان وزارت او د ايران د مرستيال ولسمشر تر منځ په کابل کې لاسليک شو . افغان چارواکو بي بي سي ته وويل چې ايران به د پوليسو په روزنه او بزگرانو ته د بديل معيشت په برخه کې مرسته کوي. د نيشه اي توکو په قاچاق کې د ځينو چارواکود لاس لرلو د اسنادو د شتون د ادعاو په اړه د افغانستان د نيشه اي توکو وزارت پر هغو کسانو چې د ورته اسنادو د شتون ادعا کوي غږ وکړ چې ورته لاسوندونه دې ورسره شريک کړي . د ايران له مرستيال ولسمشر احمد فدا مالکي سره دغه تړون په کابل کې لاسليک شو .افغان چارواکو وويل د نيشه اي توکو په وړاندې د مبارزې د افغان پوليسو د روزنې په برخه کې به مرسته وکړي . افغان چارواکو ټينگار دادى چې گاونډى ايران به د نيشه اي توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نامتو قاچاق کونکو او بهر ته ددغو توکو د ليږد د پټو لارو په اړه استخباراتي مالومات له دوى سره شريکوي . د نيشه اي توکو په وړاندې د مبارزې د وزارت وياند زلمى ا فضلي د هغه تړون له لاسليکولو څخه وروسته له بي بي سي سره غږيده چې په ترڅ کې يې د ايران هيواد ژمن شو چې خپلې مرستې به ونسپموي . گاونډى چين ژمن شو چې هيواد ته يې د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر په لړ کې به ددغې ربړې هر اړخيزې خواوې وڅيړي او له مرستو څخه به مخ وانړوي . له بلې خوا افغان چارواکو گاونډي هيوادونه وننگول چې د پولو به اوږدو کې يې هغه لارې وتړي چې ددوى په وينا قاچاق کونکي د هيروينو د توليد په موخه کيمياوي توکي پرې افغانستان ته رااليږدوي . د وزارت وياند زلمي افضلي په دې تړاوو د پاکستان اوايران سربيره د منځنئ اسيا د ځيني هيوادونو نومونه واخيستل او هيله يې وکړه چې دغه هيوادونه به د کابل د تړون پر بنسټ دغې ستونزې ته خپله پاملرنه زياته کړي . خو دننه په افغانستان کې د نيشه أي توکو زيات شمير کروندگر ادعا کوي چې پوليسو ترې د ددغو توکو د کښتونو د توليد د ټولولو په وړاندې پيسې اخيستي دي . د بدخشان والي منشى عبدالمجيد وار له مخه بي بي سي ته په يوه مرکه کې ددغه ولايت د درايم ولسوالئ دپوليسو پخوانى قومندان د نيشه اي توکو په قاچاق کې په لاس لرلو تورن کړ . والي زياته کړه چې دغه قومندان له هغې وروسته په تيښته بريالى شو چې ده يې د نيولو امر ورکړ . بدخشان د افغانستان په شمال ختيځ کې داسې ولايت بلل کيږي چې د هيواد په کچه د چارواکو په وينا دنيشه اي توکو توليد او قاچاق په کې پراخ دى . نړيوال وايي چې په افغانمستان کې له دې ناقانونه اقتصادي فعاليت څخه د افغان کروندگرو په پرتله ددوى په وينا ترهگرې ډلې ډيره گټه اخلي او زياتوي چې د نيشه اي توکو قاچاق کونکي هم د هغوى ترڅنگ په افغانستان کې د ټيکاوو په له منځه وړلو کې لوى لاس لري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||