BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:54 گرينويچ 2005 ,06 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
جعفري : په ايران تور بې بنسټه دى
ابراهيم الجعفري د ايران له دولتي تلويزيون سره په خبرو کې دغه تور رد کړ .
د عراق لومړي وزير ابراهيم الجعفري د برتانيا د حکومت هغه گومان رد کړ چې ښايي ايران د وسله والو مخالفانو مرسته کوي چې په عراق کې د برتانيا د ځواکونو پر ضد بريد وکړي .

د ايران پر دولتي تلويزيون باندې د خبرو پر وخت ښاغلي الجعفري وويل دا تورونه بې بنسټه دي .

د برتانيا لومړي وزير توني بلير وويل په عراق کې د کاريدليو چاودنو توکي دې امکان ته گوته نيسي چې ايران به پکې ښکېل وي .

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير جک سټرا وويل يو شمير برتانيوي سرتيري په دغو توکو وژل شوي دى ، دۀ پر ايران غږ وکړ چې پر دې مسالې خبرې وکړي او مناسب گامونه پورته کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت