|
برتانيا: ايران په افغانستان کې د اورپکو ملاتړ کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د برتانيا نوي سفير له هغه څه سره چې په دې هيواد کې له تاوتريخوالي څخه د ايران ملاتړ بلل کيږي انديښنه ښولې ده . شرارد کوپر کولز دغه خبره له بي بي سي د يوې ځانگړې مرکې په ترڅ کې کړې ده . نوموړي وويل ، د برتانيا باور دادى چې په افغانستان کي له تاوتريخوالي څخه ملاتړ به د ايران په گټه نه وي او هغه هيواد بايد د برتانيا انديښنه درک کړي . داخبرې له هغې وروسته کيږي چې په افغانستان کې د ايران د اغيز د زياتوالي په اړه انديښنې ډيرې شوي دي . که څه هم له دې وړاندې د امريکا او برتانيا ددفاع وزيرانو په افغانستان کې د ايران د اغيز د پراختيا په اړه انديښنې ښولي او تهران يي په دې هيواد کې د تاوتريخوالي په ملاتړ او دافغانستان په سوېل کې اورپکو او وسله والو طالبانو ته د وسلو په ورليږلو پړ بللى دى . خو دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې د برتانيا تر گردو لوړپوړى سياسي استازى په دې اړه د خپل هيواد دريځ له انديښنو ډک څرگندوي . د افغانستان لپاره د برتانيا نوي گمارل شوى سفير شرارد کوپرکولز کابل ته له رارسيدو يوازې دوه ورځې وروسته له بي بي سي سره په يوې ځانگړې مرکه کې غږيده . ښاغلي کولز وويل څومره چې اېران په افغانستان کې گټې لري هومره په دې هيواد کې دده په وينا د اورپکو ډلو ملاتړ ورته زيان اړوي . ده وويل : (( موږ انديښمن يو او غواړو ډاډه شو چې دا مساله د ايران پام ځانته ورواړوي . د تيرو پنځه کلونو راهيسې ايران ته دداسې يو هيواد په سترگه کتل کيدل چې له افغانستان سره مرستې کوي . ايران هم تل په هره خبره کې ځان د افغانستان ددولت ملاتړ کونکى بولي . خو د امريکا څرگندونو په افغانستان کې د ايران د ونډې په اړه يو لړ انديښنې راولاړې کړي دي . په دې وروستيو کې د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير په افغانستان کې د ايران د پياوړي سياسي شتون خبره وکړه . او د امريکا د دفاع وزير په ايران تور ولگاوو چې په افغانستان کې اورپکو ته وسلې استوي . له بلې خوا د افغان کډوالو پر سر د ايران او افغانستان اړيکي هم خړ شوي دي . له ايران څخه په ډله ييز ډول د نژدې يو مليون افغان کډوالو راشړل ددواړو هيوادونو اړيکي د پخوا په پرتله ډير ساړه کړل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||