BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:15 گرينويچ 2007 ,02 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کندهار کې اوه پوليس وژل شوي

افغان پوليس په کندهار کې گزمه کوي
پر پوليسو دغه چاودنه د کندهار په يو له خورا نارامو ولسواليو، ژېړۍ، کې شوى
د افغانستان په سويلي ولايت، کندهار، کې د سړک دغاړې يوې چاودنه کې اوه تنه پوليس وژل شوي. په جلا پېښه کې د ناټو ځواکونو په کندهار ښار کې پر ولسي خلکو ډزې کړې او د مرگ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

د کندهار د پوليسو مشر سيد اقا ثاقب وايي د دوى يو گاډى نن (دوشنبه) ماسپښين په ژېړۍ ولسوالۍ کې پر سړک په يوۀ ښخ شوي بم وخوت.

په چادونه کې په يوۀ گاډي کې ټول اوه تنه پوليس وژل شوي دي.

ښاغلى ثاقب وايي کسان يې د کندهار په يو له خورا نارامو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو په لټون بوخت ول چې پرې چاودنه وشوه.

طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

دلته خپله په کندهار ښار کې نن سهار د ناټو په مشرۍ بهرنيو ځواکونو يو سړى وژلى او درې يې ټپيان کړي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون ډاکترانو او عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل بهرنيو سرتېرو پر موټرسايکل سپاره يوۀ سړي باندې ډزې وکړي او يو تن يې وواژه او درې يې ټپيان کړل.

د ناټو ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې منلې چې پر يوۀ سړي باندې يې وروسته له هغه ډزې وکړې چې د دوى شک پرې راغى او له پرلپسې اخطارونو وروسته هم ونه درېد.

خو،خبرپاڼه وايي چې د دوى په ډزو کې يوازې پر موټرسايکل سپور سړى په پنډۍکې لگېدلى او اوس تر درملنې لاندې دى. ناټو ځواکونو د نورې مرگ ژوبلې خبره نه ده کړې.

په وروستيو څو اونيو کې په څو پرلپسې پېښو کې چې ډېرى يې په سويل کې وې، د راپورونو له مخې، په سلگونو ولسي خلک د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو او بمباريو کې وژل شوي.

پر دغو پېښو افغان حکومت او ملگرو ملتونو سخته اندېښنه ښوولې او پر نړيوالو ځواکونو يې د عملياتو په مهال د احتياط غږ کړى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت