BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:51 گرينويچ 2007 ,21 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کونړ کې ولسي خلکو ته مرگ ژوبله اوښتي

امريکايي ځواکونه په کونړ کې
د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو په کونړ کې دغه عمليات تېره ورځ اعلان کړ
په کونړ کې ځايي خلک وايي اتۀ ولسي خلک د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په تازه پيل شويو عملياتو وژل شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي، خو چارواکي د يوې ښځې وژل او دريو نورو ولسي خلکو ټپي کېدل تاييدوي.

د ماڼوگي ولسوالۍ په کوړنگل سيمه کې سيمه ييز اوسېدونکي وايي په هغو بمباريو کې چې له تېرې ورځې راهيسې په سيمه کې پيل شوې اتۀ تنه مړۀ شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.

د کونړ والي شاليزى دېدار وايي چې د ايتلافي ځواکونو په عملياتو کې يوازې يوه ښځه وژل شوې ده او درې ماشومان ټپيان شوي دي.

دغه عمليات د تېږې ښويېدنې په نامۀ تېره ورځ د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو لخوا اعلان شول، چې وايي موخه يې له سيمې څخه دا اورپکو ورکول او د امنيت ټينگول دي.

ايتلافي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دوى دوه اورپکي وژلي، خو د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې په اړه يې هېڅ نه دي ويلي.

همدارنگه ايتلافي ځواکونو په يوه بله اعلاميه کې ويلي چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې دوه تنه داسې وسله وال وژلي چې گواکې غوښتل يې پر دوى بريد وکړي، خو وايي دوى پرې وار ړومبى کړ.

په هلمند ولايت کې هم د ايتلاف ځواکونو ويلي چې تېره ورځ يې په موسى کلا ولسوال کې د جگړې په دويمه ورځ تر ٣٠ زيات وسله وال طالبان وژلي دي.

هاخوا، په غزني ولايت کې يو قومي مشر او يو د منځنۍ کچې وسله وال طالب قومندان وژل شوي دي.
د غزني د پوليسو مرستيال محمد زمان وايي په قره باغ ولسوالۍ کې وسله والو چې گمان کېږي طالبان به وي د محمد عظيم په نامۀ يو قومي مخور په ډزو وواژۀ.

ښاغلى عظيم په داسې مهال کې وژل شوى چې تېر ماخوستن له جوماته کور ته روان و.
د غزني په ده يک ولسوالۍ کې بيا يو طالب قومندان د خپلو ملگرو په ډزو وژل شوى. چارواکي وايي د معين احمد په نامۀ قومندان د طالبانو په منځ کې د خپلمنځي اختلافاتو ښکار شو، خو ځايي طالبان يې وژنه تېروتنه بولي.

ورسره تړلي نور خبرونه
په کندهار کې پوليس وژل شوي
09 جولاى, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت