|
په پکتيا، هلمند، کونړ او غزني کې نښتې شوې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دافغانستان په بېلابېلو ولايتونو په تازه تاوتريخوالي کې ولسي خلکو، پوليسو افغان پوځيانو او وسله والو طالبانو ته د سر زيانونه اوښتي دي. د هلمند په موسى کلا کې جگړې ولسي خلکو ته زيان اړولى، په پکتيا کې بيا دوه پوليس او يو قومي مشر وژل شوي، په کونړ کې د افغان پوځ درې سرتېري تښتول شوي او په غزني کې چارواکي وايي چې وسله وال طالبان يې وژلي دي. دهلمندپه موسي كلا ولسوالۍ كې دپرون ورځې راپدېخوا، دځايي خلكو په وينا، دطالبانو اوناټو ځواكونو ترمنځ جګړه روانه ده چې د دوى په وينا پكې اتنه تنه ولسي وګړي وژل شوي اوډيرو نورو يې له وېرې خپل کورونه پرې ايښي دي. ځايي خلك وايي چې دغه جګړه نن هم روانه پاته شوې اودولسوالۍ دلنډۍ ناوې سيمي ګڼ اوسيدونكي يي دكورونو پرېښودلو ته اړكړي دي. ددغه جګړې اودولسي وګړو دتلفاتوپه اړه افغان نړيوال ځواكونه خبري نه كوي. او وسله والو طالبانو يي هم تراوسه په اړه څه نه دي ويلي. دهلمندپه مركزلښكرګاه كې بيا تيرمازيګردناټو ځواكونو په خطايي ډزو كې يوه دوه كلنه نجلۍ وژل شوې ده. ځايي خلك وايي چې دغه وړكۍ نجلۍ هغه مهال ولګېده چې دنړيوالو ځواكونو له يوه درې موټريز كتار څخه ورباندي بريد وشو. په هلمندكې دناټو يوۀ وياند ريچارډز ايچن ددغه بريد هدف يو موټرچلوونكى وبالۀ چې وايي د دوى دسرتيرو له اشارو سره- سره يې هم خپل ګادى ونه دراوه. وياند ددغې نجلۍ په وژنه خواشيني وښوده. په کابل کې هم د ناټو ځواکونو په يوې خبرپاڼه کې د پېښې په اړه د پلټنې د پيلېدو خبر ورکړى. په پکتيا کې پر پوليسو او په کونړ کې پر پوځيانو بريد دافغانستان په يوشميرنورو سويلي، ختيځو اوسويل ختيځو ولايتونو كې هم په تاوتريخوالي كې ولسي وګړو او وسله والو طالبانوته دمرګ ژوبلې داوښتلو خبرونه وركړل شوي دي.دسويل ختيځ ولايت پكتيا په زرمت ولسوالۍ كې دسړك دغاړې په يوه چاودنه كې دوه پوليس وژل شوي چي يو يي افسردى او څلورتنه نور ټپيان شوي دي. هاخوا د همدې ولايت مركز ګردېز ښارته نژدې بيا نن سهار دنامعلومو وسله والو په بريد كې يو قومي مشر وژل شوي اوزوى يې ټپي شوى دى. دپكتيا دوالي وياند دين محمددرويش بي بي سي ته وويل چې قومي مشر حاجي رحمت نن سهار ګرديز ښارته نژدې دناڅرګندو وسله والو په بريد كې خپل ژوند له لاسه وركړ اوزوى يي ټپي شو. هغه وويل حاجي رحمت حكومت ته وفاداره يو قومي مشر ؤ. په ختيځ ولايت كونړ مركز كې ديوې پوستې ددريو سرتيرو دتښتول كيدو پخلى ځايي چارواكو كړى خوطالبانوويلي چې دوي اووه سرتيري تښتولي دي. همدارنگه په کونړ کې دامريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونو دتيرې شپې راپدېخوا دوسله والو طالبانو پروړاندي دتيږې ښويېدني په نامۀ د پوځي عملياتو دپيلولو خبروركړى دى. امريكايان وايي چې په دغو عملياتو كې افغان پوځيان اوپوليس هم ورسره ونډه لري. خوداچي دغه عمليات يي دكونړ په كومه سيمه کې روان کړي او څومره سرتيري پكې ونډه لري، ايتلافي ځواكونه يې دمګړۍ په اړه معلومات نه وركوي. په غزني کې د طالبانو د وژلو ادعا او دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالشكور بي بي سي ته ويلي چې ددغه ولسوالۍ په مربوطاتو كې دافغان اونړيوالو ځواكونو په ګډو عملياتو كې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. هغه وويل چې ددو تنو جنګيالو مړي اوس هم دجګړې پر ډګر پراته دي. ددغه ولايت په اندړو ولسوالۍ كې هم په يوه نښته كې ددريو طالبانو دوژل كيدو ادعاشوې ده. خو دغه دواړه ادعاوې طالبانو بې بنسټه بللې دي. | ورسره تړلي نور خبرونه پوليسو او ايتلافي سرتېرو ته مرگ ژوبله اوښتي18 اکتوبر, 2007 | افغانستان په وردگو کې توپکوالو لمونځ کوونکي وژلي10 اکتوبر, 2007 | افغانستان م.م: په افغانستان کې تاوتريخوالى زيات شوى03 اکتوبر, 2007 | افغانستان طالبانو د اجرستان ولسوالۍ نيولې 03 اکتوبر, 2007 | افغانستان شپږ کسان په تازه تاوتريخوالي کې وژل شوي02 اکتوبر, 2007 | افغانستان يوولس پوليس او ٢٠ طالبان وژل شوي01 اکتوبر, 2007 | افغانستان په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي30 سپتمبر, 2007 | افغانستان ناټو:٤٠طالب جنگيالي مو ووژل21 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||