|
م.م: په افغانستان کې تاوتريخوالى زيات شوى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگرو ملتونو په يوۀ نوي راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د وسله والو بريدونه او تاوتريخوالى ٢٠ په سلو کې تر تېر کال زيات شوى دى. په دغۀ راپور کې په ځانگړې توگه د ځانمرگو بريدونو او سړي تښتونو د پېښو پر زياتوالې اندېښنه ښوول شوې ده. روان ميلادي کال په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پرزېدو وروسته تر ټولو خونړى بلل کېږي. د ملگرو ملتونو نوى راپور وايي په يوازې په تېرو نهو مياشتو کې ١٠٠ ځانمرگي بريدونه شوي دي چې په لسگونو ولسي خلک يې وژلي. وايي دغه شمېره د تېر کال تر شمېرو لوړه ده. په کابل کې د ملگرو ملتونو يوۀ وياند سږ کال د ناامنيو د پراخېدو لاملونه بېلابېل بللي، چې په سر کې يې د حکومت کمزورې واکمني او د طالبانو نوي جگړه ييز تکتيکونه شمېرلي.
د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما وياند اډرين ايډوارډز بي بي سي ته وويل د تاوتريخوالي د زياتېدو لاملونه دوى پېژندلي، خو په وړاندې يې بريالۍ هڅې به لا وخت اخلي. ښاغلى ايډوارډز وايي: ''هغه څه چې موږ په ٢٠٠٧ کال کې ليدلي ښيي چې جنايتونه او د ترهگرو بريدونه په افغانستان کې زيات شوي دي. د نشه يي توکو په کر او قاچاق کې زياتوالي، په ځينو ځايونو کې د حکومتي ادارو د واکمنۍ کمزورتيا او د طالبانو د جگړه ييزو تکتيکونو بدلون په افغانستان کې د ناامنيو پراخېدو ته لمن وهلې ده. په تېرو مياشتو کې د سړي تښتونې پېښې هم زياتې شوې چې خورا د اندېښنې وړ ده. افغانستان په اوس مهال کې په يوۀ کشاله کې ښکېل دى او دا توقع بايد ونه لرو چې د دغۀ کړکېچ د غوڅولو لپاره هڅې په نژدې راتلونکي کې نتيجه ورکړي. '' ملگري ملتونه وايي د نشه يي توکو د قاچاقوړونکو او نورو جنايتکارو شبکو چټکې پراختيا او د حکومت مخالفو وسله والو ډلو پياوړتيا په افغانستان کې د اورپکو ډلو په وړاندې هلې ځلې پېچلې کړې دي. وايي افغان حکومت او نړيواله ټولنه بايد له وسله والو سره د مبارزې لپاره اغېزمن پلانونه جوړ کړي. ښاغلى ايډوارډز وايي د دې تر څنگ بايد د ترهگرو شبکو د فعاليت اصلي سيمه وموندل شي او د په سيمه کې دې د ځانمرگو بريدونو انگېزې وپلټل شي. دى وايي په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د ځواکونو پراخول هم د کشالې له سپکولو سره مرسته کولى شي. د ملگرو ملتونو وياند وويل: '' موږ بايد وپوهېږو چې دا شبکې څه ډول فعاليت کوي. له دغو شبکو سره د خلکو د يوځاى کېدو د مخنيوي لپاره بايد لا ډېرې هڅې وشي. زموږ بله غوښتنه چې پخوا مو هم څو ځلې يادونه کړې وه دا داه چې د اسلامي هېوادونو ځواکونو ته دې په افغانستان کې د ترهگرو په وړاندې جگړه کې زياته ونډه ورکړل شي، په ټول هېواد کې دې د حکومت واکمني غښتلې شي او له جنايتکارو ډلو او د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره بايد جدي چلند وشي.'' د تاوتريخوالي له زياتېدو سره مگري ملتونه وايي په تېر يو کال کې د وسله والو طالبانو مرگ ژوبله هم لوړه شوې ده. وايي د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې طالبانو درانۀ زيانونه ليدلي دي. د ملگرو ملتونو راپور ويلي چې د افغانستان په سويل او ختيځ کې د طالبانو زيات شمېر قومندانان وژل شوي او آن په ځينو سيمو کې جنگيالي اړ شوي چې بهرني وسله وال د خپلو مشرانو په توگه وټاکي. همدا اوس هم په زرگونو بهرني ځواکونه د هېواد په سويل کې د وسله والو په وړاندې په سخته جگړه کې ښکېل دي. سربېره پر دې چې نړيوال او افغان ځواکونه وخت پر وخت د طالبانو د وژلو خبرونه ورکوي، خپله د ناټو ځواکونو، امريکايي پوځ او افغان سرتېرو ته هم کابو هره ورځ مرگ ژوبله ور اوړي. سږ کال تېر کال ته په پرتله له طالبانو سره مخامخ جگړې ډېرې لږې شوې، خو د افغان او بهرنيو ځواکونو په ضد د خرپ او ترپ بريدونه زيات شوي دي. په څنگ کې يې يو شمېر خونړي ځانمرگي بريدونه هم شوي چې تر ټولو وروستي يې همدا اونۍ په کابل کې دوه پېښې وې چې په دواړو کې تر ٤٠ زيات افغان سرتېري او پوليس ووژل شول. |
ورسره تړلي نور خبرونه شپږ کسان په تازه تاوتريخوالي کې وژل شوي02 اکتوبر, 2007 | افغانستان افغان تاوتريخوالي١٠کسان وژلي دي12 جولاى, 2007 | افغانستان په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي30 سپتمبر, 2007 | افغانستان ايتلاف: ١٧٠ طالبان مو وژلي26 سپتمبر, 2007 | افغانستان په سويل کې نوې جگړې او عمليات پيل شوي24 جولاى, 2007 | افغانستان امريکاپوځ:له اورپکوسره دې خبرې وشي30 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||