BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:17 گرينويچ 2007 ,30 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکاپوځ:له اورپکوسره دې خبرې وشي

جنرال کان
جنرال رابرټ کان هڅه کوله چې پوځ هم هير نکړي اود پوهاوي له دريځ سره هم يوه خوله شي چې ډيرى خلک يې په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي د اواري لار بولي .
يو لوړپوړي امريکايي پوځي جنرال په افغانستان کې ويلي دي چې د طالبانو په وړاندې پوځي خوزښت د اواري لار نه ده .

په افغانستان کې د امنيت د انتقال د گډې ادارې مشر جنرال رابرټ ډبليو کان وويل تاوتريخوالى بايد د سياسي خبرو اترو له لارې حل شي .

ده دغه خبرې له هغې يوه ورځ وروسته کولې چې په هيواد کې ميشتو امريکايي ځواکونو وويل دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په يوه سخته جگړه کې ښکيل دي . .

ده د سياسي خبرو اترو د بهير پيلول د افغان حکومت کار وباله خو د افغانستان د پوځ رغاونه يې د افغانانو ددفاع لپاره اړينه وبلله .

جنرال کان د افغانستان د پو ځ او پوليسو د رغاونې پر روان بهير غږيده .

خو د خبريالانو د پوښتنو پر مهال له دې نظر سره همغاړى شو چې په افغانستان کې بايد روان تاوتريخوالى د سياسي هلو ځلو له لارې اوار شي .

دده اشاره هغو طالبانو ته وه چې په ځانگړي ډول د هيواد په سوېل او سوېل ختيځ کې د افغان دولت او نړيوالو ځواکونو په وړاندې جنگيږي .

جنرال رابرټ ډبليو کان ددغې پوښتنې په غبرگون کې چې طالبان د جگړې له لارې له منځه تلى شي ،د تمې خلاف ځواب ور کړ چې تر اوسه په افغانستان کې له يو امريکايي جنرال څخه نه وو اوريدل شوى .

تاوتريخوالى
 ده دغه خبرې له هغې يوه ورځ وروسته کولې چې په هيواد کې ميشتو امريکايي ځواکونو وويل دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره په يوه سخته جگړه کې ښکيل دي

دې لوړ پوړي امريکايي جنرال وويل ،طالبان د مخامخ جگړو په ترڅ کې له منځه تلى شي خو د سيمې چاپيريال ته په پام سره بل کال بيا راښکاره کيږي .

(( دا ډيره سخته ده .کيدى شي چې ووايو چې هغوى ته د يوې مخامخ جگړې له لارې شکست ورکول کيدى شي او د يوه کال لپاره ددوى موخې له منځه تللى شي .

خو ددې سيمې پيچلي چاپيريال ته په پام سره بل کال بيا راځي .ځکه خو زه په دې باور يم چې په اوږده مهال کې پوځي عمليات د حل لار نه ده .

په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات د وروستي اواري لپاره خپلې اغيزې لري خو په رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي .))

جنرال رابرټ کان هڅه کوله چې پوځ هم هير نکړي اود پوهاوي له دريځ سره هم يوه خوله شي چې ډيرى خلک يې په افغانستان کې د روانې جگړې او تاوتريخوالي د اواري لار بولي .

ددغه امريکايي جنرال وروستۍ وينا هغه هڅې پياوړې کوي چې له طالبانو سره يې د خبرو اترو لپاره هيله کيږي .

په دې وروستيو کې يو شمير سياسي کړيو دا خبره راپورته کړه چې له طالبانو سره بايد له شرط پرته د سولې خبرې اترې پيل شي .

 په دې کې شک نشته چې پوځي عمليات د وروستي اواري لپاره خپلې اغيزې لري خو په رښتيا چې ډير ياغيتوب د سياسي خبرو له لارې اواريږي
جنرال رابرټ ډبليو کان

په افغانستان کې د ناټو يو وياند سم لاسي وروسته وويل چې دوى به د هر هغه گام ملاتړ وکړي چې افغان دولت يې د سولې لپاره پورته کوي .

د سولې د خبرو اترو په اړه ددې امريکايي پوځي چارواکي دريځ غوڅ او ښکاره وو چې دادافغان دولت دنده ده چې د خبرو اترو له لارې مساله اواره کړي .

جنرال رابرټ ډبليو کان د هغو ځواکونو مشري په غاړه لري چې په افغانستان کې د انتقالي امنيت دگډې ادارې په نامه ياديږي .

دوى خپل ډير وخت په افغانستان کې د ملي پوځ او پوليسو د روزنې په برخه کې تيروي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت