BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
هلمندکې جگړه:١٢طالبان وژل شوي دي

طالبان
ددې ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې دتيرو شپږومياشتو راهيسې يې داسي ورځ كمه ياديږي چې ددغه ولسوالۍ په يوه يونه برخه كې دې جګړه نه كيږي .
دامريكا په مشرۍ ايتلافي ځواكونو دهلمندولايت په سنګين ولسوالۍ كې دشاوخوا ١٢ طالبانو دوژل كيدو ادعاكړې .

امريكايان وايي چې جګړه وروسته له هغه وشوه چې دوسلوالو طالبانويوې ډلې ددوى اوافغان ځواكونو پرګډې ګزمې بريد وكړ .

طالبان خپله مرګ ژوبله نه مني اوادعاكوي چي بهرنيوځواكونوته يې ځاني زيان اړولى دى .

دهلمندپه يوې بلي ولسوالۍ نادعلي كې هم جګړه شوې چې دواړوغاړوته مرګ ژوبله اوښتې .

وروستۍ جګړه دهلمند مركز لشكرګاه ته څيرمه په نادعلي ولسوالۍ كې شوې چې دتلفاتو په اړه يې ضد اونقيض ادعاوې كيږي .

ځايي چارواكي وايي جګړې وروسته له هغه زور واخيست چې وسلوالو طالبانو په يوه ځل دپوليسو پرپنځو امنيتي پوستو بريد وكړ يوپوليس يې وواژه اودرې تنه نور يې ټپيان كړل .

چارواكو وويل چې دپوليسو په ځوابي بريد كې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او دملاګل حسن په نوم د يو ه طالب قومندان په ګډون څلور تنه ملگري يې هم ووژل شول .

وسلوال طالبان بيا وايي چې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دوى پنځه امنيتي پوستې له منځه وړي دي او ديارلس افغان پوليس يې وژلي اودهغوى وسلې اوموټر يې له ځانه سره بيولي دى .

خوافغان چارواكي دطالبانو دغه ادعا ردوي .

امنيتي ځواكونه دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ كې هم دجګړې خبره كوي اووايي چې وسلوالو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .

كه څه هم افغان چارواكي دطالبانو ددقيقې مرګ ژوبلي په اړه څه نه وايي خو دامريكاپه مشرۍ ايتلافي ځواكونه وايي چي په دغه عملياتو كې ١٢ تنه طالبان وژل شوي دي .

دايتلافي ځواكونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي چې ددوى د سرتيرو اووسلوالو طالبانوترمنځ نښته وروسته له هغه وشوه چې طالبانو دسنګين په شمال كې ددوى اوافغان ځواكونو پرګډې ګزمې بريد وكړ .

امريكايانو ويلي دي چې په دغو عملياتو كې افغان سرتيرو ته زيان نه دى اوښتي .

خووسلوال طالبان په دغه نښته كې يوازي دخپلو ملگرو ټپي كيدل مني اوادعاكوي چې دافغان اوايتلافي ځواكونو دوه ګاډي يې ويجاړكړي او سپاره سرتيري يې وژلي دي .

سنګين دهلمند په شمال كې پرته يوه له ترټولو نااراموولسواليو څخه بلل كيږي .

ددې ولسوالۍ ځايي خلك وايي چې دتيرو شپږومياشتو راهيسې يې داسي ورځ كمه ياديږي چې ددغه ولسوالۍ په يوه يونه برخه كې دې جګړه نه كيږي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت