|
کندهار:ځانمرگي بريد ملکي وگړي ووژل | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
راپورونه وايي چې په کندهار کې يو بل ځانمرگي بريد ١٥ تنه چې ډيرى يې ملکي خلک دي ووژل او ٢٦ تنه نور يې ټپيان کړل . عيني شاهدانو وويل چې د ټپيانو ترمنځ ښځې او ماشومان هم شته دي خو چارواکو يې په بشپړ ډول پخلى نه دى کړى . پوليسو او عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې د کندهار په لويديځ کې دهرات په لويه لار يو ځانمرگي بريد کونکي هغه مهال ځان والوزاو چې امريکايي پوځونوته مرسته رسونکى کاروان له سيمې تيريده . د پيښې په سيمه کې هغو ملکي خلکو ته ځاني زيان واوښت چې د پلي تگ راتگ په حال کې وو . ډاکټرانو انديښنه ښودلې چې دټپيانو حالت خراب دى او ښايي د مړينې کچه ډيره شي . روان کال د افغانستان په سوېل او نورو هغه سيمو کې چې دطالبانو په وړاندې په کې جگړه روانه ده تربل هر کال زيات مرگونى او خونړى دى . په ٢٠٠١ لومړي کال کې چې دامريکايي ځواکونو هوايي او ځمکنيو بريدونو په افغانستان کې د طالبانو واکمني نسکوره کړه ،لاهم دا هيواد د مرگونو او خونړيو ورځو شپو شاهد دى . په دوه ورځو کې د کندهار خلکو ته دوه خونړيو ځانمرگو بريدونو مرگ ژوبله واړوله . پرون د جمعې له لمانځه څخه لږ وړاندې د ژيړۍ ولسوال سره له درې ماشومانو د يو ځانمرگي بريد په ترڅ کې ووژل شول . ولسوال د جمعې د لمانځه لپاره د اوداسه په حال کې وو چې د چارواکو په وينا ځانمرگي بريد کونکي ځان ورنژدې کړ اود چاودونکو توکو ډک اغوستى واسکټ يې يې وچاوديد. د افغانستان سوېلي ولايتونه چې د پاکستان له پولې سره څيرمه پراته دي دزرگونو افغان او نړيوال سرتيري په کې شتون لري چې له ملکي خلکو سره مرسته وکړي . افغان پوځ او ناټو وايي چې دوى دطالبانو او نورو اورپکو ډلو د بريدونو د مخنيوي هڅه کوي . د همدې لپاره په زرگونو برتانوي او امريکايي ځواکونه له افغان هغو سره دکندهار، هلمند او په څيرمه ولايتونو کې دطالبانو په وړاندې په مخامخ نښته کې ښکيل دي . خو په نژدې راتلونکي کې د ډاډمن امنيت د ټينگيدو هيلې پر نهيلۍ اوښتي دي اوپه دې هڅه کې دنړيوالې ټولنې او افغان دولت د پاتې راتلو د نښې په توگه څرگنديږي . | ورسره تړلي نور خبرونه ملي امنيت:ترهگره ډله مو نيولې ده16 اگست, 2007 | افغانستان يو ولسوال او٣ماشومان يې ځانمرگي ووژل17 اگست, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||