BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:32 گرينويچ 2007 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يو ولسوال او٣ماشومان يې ځانمرگي ووژل

ځانمرگى بريد
د کندهار په ولايت کې د مخ په زياتيدونکي تاوتريخوالي له کبله امنيت دملکي خلکو ژوند له ډير خطر سره مخامخ شوى دى .
يو ځانمرگي د کندهار ولايت د ژيړۍ ولسوال د هغه د درې تنو ماشومانو سره وژلى دى .

چارواکو وويل ، ولسوال حاجي خيرالدين د کندهار په زړه کې دميرويس روغتون او د خوراک د نړيوالې ټولنې دفتر ته څيرمه پخپل کور کې پر اودس لگيا وو چې بريد پرې وشو .

پو ځانمرگي بريد کونکي چې دچاودونکو توکو واسکټ يې اغوستى وو پر ولسوال ځان واچاو او د هغه درې تنکي ماشومان چې يوه يې دوه کلنه لور ده هم ووژل او دوه تنه نور يې ټپيان کړل .

ټول څلور تن وژل شوي دي چې د ولسوال په زامنو کې د يوه عمر ٦ کلن ښودل شوى اود بل يې ١٢ کلن .

چارواکو دا د طالبانو کار بللى دى او دگړنديو پلټنو د پيلولو خبر يې ورکړى دى .

د څو اونيو راهيسې د کندهار په ښار کې ددغه ډول بريدونو کچه په پراخيدو ده .

د کندهار په ولايت کې د مخ په زياتيدونکي تاوتريخوالي له کبله امنيت دملکي خلکو ژوند له ډير خطر سره مخامخ شوى دى .

د کندهار اوسيدونکي وايي چې ناامنيو د ښار کړۍ تنگه کړې ده اود غلچکيو بريدونو بيلگې مخ په ډيريدو دي .

د ښار په شمال کې د لوې ويالې سيمه ، په سوېل کې يې دمله جات سيمه او د ميرويس مينه هغه ځايونه دي چې چارواکي وايي سيمه ييز خلک په کې د ټيکاو د نشتوالي له کبله له بشپړ ډاډ سره نشې گرځيدلى .

تيره شپه د ښار په منځ کې پر نړيوالو ځواکونو د راکټ بريدونه وشول چې په کندهار کې يې د ملکي خلکو د خونديتوب په اړه انديښنې لاپسې ډيرې کړې .

چارواکي وايي چې د ټيکاو د ټينگښت هڅې کوي خو پايلې يې نه دي جوتې .

له بلې خوا د ناټو په يوې وينا کې راغلي دي چې پنځه تنه ملکي کسان د طالبانود جنگياليو په وړاندې د جگړې پر مهال وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي .

وينا وايي چې پيښه د افغانستان په ختيځ کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ناټو يو کاروان له سيمې تيريده چې د واټ د غاړې له بمي بريد سره مخامخ شو.

دناټو دغه وينا وايي چې له چاودنې وروسته د دوى پر سرتيرو ډزې وشوې او دوى يې ځواب ورکړ.
خو ددغې پيښې په اړه ډير جزيات لا څرگند نه دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت