BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملي امنيت:ترهگره ډله مو نيولې ده

افغان پوليس
د ملي امنيت چارواکي وايي دغې ډلې غوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن جرگه گډه وډه کړي او پرښار توغندي واوروي
د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي په پلازمينه کې يې يوه ترهگره ډله نيولې ده.

دوى وايي په دغه اته کسيزه ډله کې ټول افغانان دي چي د کابل ښار په ختيځه څنډه کې د ورانکارو چارو د تر سره کولو پر مهال نيول شوي دى .

د استخباراتو اداره ادعا کوي چې دغې ډلې غوښتل دافغانستان او پاکستان ترمنځ د امن د گډې جرگې پر مهال پر ښار يو شمير توغندي و توغوي .

د ملي امنيت د ادارې د وينا له مخي د نېول شوې ډلې مشر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بگراميو د ولسوالۍ مر ستيال او د يوڅه وخت لپاره د استخباراتو د ١١ ادارې د پلټنو مشر و .

نيول شوي ټول د همدغې ولسوالۍ اوسېدونکي وښول شول ، په کابل کې داستخباراتو د ادارې وياند سعيد انصاري خبريالانو ته وويل چې له دغې اته کسيزې ډلې سره يو شمير توغندي او چاودېدونکي وسايل هم نيول شوي دي .

ښاغلي انصاري وويل دغو کسانو پلان درلود چې دامن د گډې جرگې بهير گډوډ او پر ښار توغندي وتوغوي .

امنيتي چارواکي ددغو نيول شويو د اعترافونو پر بنسټ وايي چې دغې ډلې نېغ په نېغه له بهر ميشتو او رپکو سره اړيکه درلوده او موخه يې په پلازمېنه کې د ورانکارو اعمالو تر سره کول و.

دچارواکو په وينا تر دې وړاندې هم دغو کسانو د کابل ښار په دننه کې په څو چاودنو کې لاس درلوده .

له دې دمخه هم ورته کسان په ورته تورونو په کابل کې نېول شوي دي ، خو دهغوى د برخليک په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي .

دملي امنيت چارواکو د تير په څېر يو ځل بيا په نژدې راتلونکي کې د امنيتي وضيعت د ښه کېدو يادونه وکړه خو لاملونه او لارې چاريې نه دي ښولي .

ورسره تړلي نور خبرونه
د امن جرگه پيل شوه
09 اگست, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت