|
د امن جرگه پيل شوه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان ولسمشر حامد کرزى لومړنى ويناوال دى چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يې د امن جرگه پرانيستله . ده د خپل دولت په تير پنځه کلن بهير رڼا واچوله او يادونه يې وکړه چې اوس افغانستان د څو کلونو وړاندې په پرتله ډير د ترهگرۍ قرباني دى . ده د ډيورنډ له کرښې سره څيرمه ولايتونو امنيتي حالاتو ته اشاره وکړه او وېويل چې له کبله يې دده په وينا ٢٥٠٠٠٠ ماشومان له ويرې ښونځيو ته نشې تللى . په داسې حال کې چې ٣ کاله وړاندې دغه ماشومان دده په وينا ټول ښونځيو ته تلل. ده وويل ددغې ترهگرۍ له کبله پاکستان هم زيانمن شوى دى او د لسگونو قومي مشرانو د وژلو او په اسلام اباد کې يې د لال جومات د پيښې يادونه وکړه . ولسمشر وويل که موږ دواړه ولسونه پريکړه وکړو چې ترهگر ورک کړو په يوه ورځ کې يې له منځه وړو . افغان ولسمشر دغه ويره اچونکي د افغانستان او پاکستان د ولسونو دښمنان وبلل . ده وويل د پنځه کلونو راهيسې په همدې مساله د پاکستاني چارواکو سره لگيا دى خبرې کوي . افغان ولسمشر پوښتنه وکړه چې ولې دغه حالت لا پسې دوام کوي . افغان ولسمشر د طالبانو د واکمنۍ پر وخت ددوى دکړو وړو يادونه وکړه او ددوى چلند يې د انسانانو ضد وباله . د امن د جرگې بهير په ژوندي ډول د افغانستان د ملي ټلويزون له خوا ښودل کيږي . د پاکستان لومړي وزير شوکت عزيز وويل ددواړو هيوادونو ترمنځ بايد باور رامنځته شي او وېويل چې طالبان د افغانستان يو برخه ده اود خبرو اترو له لارې بايد مساله اواره شي . ده وويل پاکستان د افغانستان خپلواکۍ ته درناوى لري اود افغانستان له خوا هم د ورته غبرگون هيله لري . دغه جرگه به د څلور ورځو لپاره روانه وي او د افغانستان او پاکستان له پولو سره څيرمه د تاوتريخوالي د عواملو د موندلو او کرارولو هڅه وشي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||