|
مشرف : د اورپکۍ پر ضد بايد په گډه کار وکړو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې د سيمې د امن او سوکالۍ په نامۀ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جرگې په څلورمه او وروستۍ ورځ د پاکستان ولسمشر جنرال پرويز مشرف په خپله وينا کې د جرگې د بري هيله وکړه او ويې ويل غواړي چې اسلام اباد ته په ستنيدو د دې جرگې د بري پيغام له ځان سره يوسي . جنرال مشرف يو وار بيا وويل چې د پاکستان په باب په افغانستان کې شکونه شته خو دۀ غوښتنه وکړه چې دغه شکونه بايد ورک شي او پر ځاى يې د دۀ په وينا د ورورولۍ او يووالي حالت راشي . ښاغلي مشرف په خپله وينا کې د پاکستان او افغانستان د خاورې د تماميت او يوۀ بل ته د درناوي غوښتنه هم وکړه . د جرگې په دويمه ورځ د پاکستان له استازيو څخه يوې ميرمنې د ډيورنډ د کرښې ستونزه د مسايلو د حل په لاره کې خنډ بللې وه . جنرال مشرف په خپله وينا کې سخت دريځي او اورپکي د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره هغه ستونزه وبلله چې د دۀ په وينا يې د اقتصادي ودې مخه نيولې ده . د ښاغلي مشرف وينا په دوو ژبو ، انگريزي او اردو وه . دۀ جرگه والو ته وويل له افغانستان سره جوخت اوس پاکستان هم اورپکي او په ټولنه کې مخ په ډيريدونکې توگه تاوتريخوالى ويني . جنرال مشرف له هيلو او ژمنو سره سم د جرگې په پرانيستونکې غونډې کې بايد برخه اخيستې واى او وينا يې اورولې واى خو ظاهرآ يې د بوختياو له کبله کابل ته خپل سفر ونه کړ . جنرال مشرف د افغانستان او پاکستان د دوستۍ د تل پاتې کيدو پر دعا خپله وينا پاى ته ورسوله . له ښاغلي مشرف وروسته ولسمشر کرزى د ښاغلي مشرف او د جرگې له ټولو برخه والو منندوى و چې په دې جرگه کې يې برخه واخيسته . | ورسره تړلي نور خبرونه ځانگړې پاڼه : د امن جرگه09 اگست, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||