|
کابل کې چاودنې ٣ جرمنيان وژلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د چارشنبې په ورځ ( د زمري ٢٤ د اگست ١٥ ) يوې چاودنې هغه کاروان په نښه کړى چې د جرمني امنيتي کارکوونکي پکې سپارۀ و . درې تنه جرمني وگړي هغه مهال ووژل شوه چې د هغوى د سپرلۍ گاډى د پلازمېنې کابل په ختيځو څنډو کې د لرې نه د کنتروليدونکي ماين د چاودنې له امله ويجاړ شو . په کابل کې پوليس چارواکي وايي په دغه پيښه کې يو بل تن جرمن ټپي شوى او يو گاډى يې په چورلټ ډول ويجاړ شوى دى . د دغو وژل شويو کسانو په اړه ضد او نقيض خبرې کيږي ، پوليس چارواکي وايي چې وژل شوي کسان په پوځي گاډي کې سپاره وه او د هغوى د پيژنگلوۍ په اړه يې کره معلومات نه لرل . خو د المان د دفاع وزارت وايي چې دغه کسان پوځيان نه بلکې ملکي کسان دي . دا لومړى ځل دى چې په پلازمېنه کابل کې د بهرنيو ځواکونو گاډى د لرې نه د کنټروليدونکي بم په چاودنه کې الوزي . دغه پيښه هغه مهال وشوه چې د ناټو ځواکونو گاډي د کابل په ختيځه سيمه کې د بگراميو ولسوالۍ نه د تيريدو په حال کې وه . د دغې پيښې په اړه د کابل د پوليسو مرستيال مل پاسوال زلمي اورياخيل بي بي سي ته داسې څرگندونې وکړې : (( نن سهار شاو خوا نهه بجې به وې چې د جرمني هيواد په ځواکونو د بگراميو ولسوالۍ په سيمه کې يو ريموټ کنټرول بم چاودلى چې له امله يې د هغوى گاډى ويجاړ شوى او درې تنه جرمني سرتيري وژل شوي او يو تن بل يې ټپي شوى دى . )) تر دغې پيښې څه د پاسه دوه اونۍ وړاندې هم د کابل په ختيځه سيمه کې په بهرنيو ځواکونو ځانمرگى بريد شوى وو . چې له امله يې څوک مړه شوي نه وه خو لږ تر لږه يې شپږ تنه ټپيان کړي وه ، په ټپي شويو کسانو کې درې تنه ولسي وگړي شامل وو . خو په دغې وروستۍ پيښه کې ولسي وگړو ته زيان نه دى رسيدلى وژل شوي او يو تن ټپي شوى کس د جرمني هيواد اوسيدونکي دي خو د هغوى د دندې په اړه تر دې دمه کره معلومات په لاس کې نه شته . پوليس چارواکي وايي چې وژل شوي کسان په پوځي گاډي کې سپاره وه او د هغوى د پوره پيژنگلوۍ په اړه زيات جزئيات نه لري . د جرمني هيواد پر ځواکونو دوه مياشتې وړاندې د کندز په ښار کې ځانمرگى بريد شوى وو چې له امله يې درې سرتيري وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي وه . که چيرته دغه وروستي وژل کسان پوځيان وي نو تر دې مهاله په افغانستان کې د المان د وژل شويو پوځيانو شميره ٢٤ تنو ته لوړيږي . په افغانستان کې ټول ټال د 3000 په شاوخوا کې جرمني سرتيري په پوځي دندو بوخت دي چې زيات شمير يې په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې ميشت دي . د پوځي کار پوهانو په وينا په پلازمېنه کابل کې د بهرنيو ځواکونو لپاره د سړک د غاړې بمونه يوه نوې لوبه ده . د هغوى له نظره يا خو وسله والو طالبانو په خپلو پوځي تگلارو کې بدلون راوستى او يا هم اوس مهال دومره ځواکمن شوي چې د کابل ښار په څنډو کې هم بهرنيو پوځونو او ځواکونو لپاره خنډونه جوړ کړي . د يو بل خبر له مخې تيره شپه د لوگر ولايت په اړونده سيمه کې طالبانو د پوليسو او ائتلافي ځواکونو پر گزمه بريد کړى چې له امله يې نهه تنه طالب اورپکي وژل شوي دي . د کورنيو چارو وزارت په خبر پاڼه کې راغلي دغه بريد د لوگر په چورک سيمه کې شوى خو پوليسو او ائتلافي ځواکونو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||