BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:53 گرينويچ 2007 ,14 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايراني ماينونه په بلخ کې ونيول شول
ماينونه
دا په تيرو څوو اوونيو کې څويمه پېښه ده چې ايران جوړ ماينونه په افغانستان کې نيول کيږي
د افغانستان د بلخ ولايت د استخباراتو چارواکي وايي دحيرتانو په ښارګوټي کې يې د ايران جوړ ١٠٠ ماينونه نيولي دي . دغه نيونه په داسې حال کې شوې چې ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد کابل ته په لومړني رسمي سفر ورغلى او د خبريالانو په ځواب کې يې ويلي چې تهران د افغان حکومت مخالفانو ته وسلې نه ليږي .

افغان چارواکو د بلخ په ولايت کې بي بي سي ته وويل دغه ماينونه ، چې د ورانکاريو لپاره تازه د بلخ ولايت دحيرتانوبندري ښارګوټي ته راوړل شوي وو، دوى وموندل .

چارواکو وويل پر دغو ماينونو د ١٩٩٧ کال او ايران جوړ ټاپه لگيدلې ده . چارواکو په دې برخه کې څوک لا ظاهرآ نيولي نه دي .

دوه اوونۍ وړاندې د هرات ولايت امنيتي مسولينو هم په يوې غرنۍ سيمه کې له يوه پټنځاى څخه دايران ساخت ١٦ کړۍ ماينونه موندلي و .

له فارياب او لغمان ولايتونو څخه هم په دې وروستيو کې د ځينو ايران جوړو ماينونو د نيولو خبرونه ورکړل شوي و .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت