|
احمدي نژاد : موږ طالبانو ته وسلې نه ورکوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په يوۀ گډ خبري کانفرانس کې ايراني مشر په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د تهران د ممکنه مرستو خبره رد کړه او ويې ويل دى ډاډه نه دى چې دغه خبره دې رښتيا وي . احمدي نژاد چې دوه کاله وړاندې د ايران د ولسمشر په توگه وټاکل شو او په لومړي ځل افغانستان ته رسمي سفر کوي خبريالانو ته وويل چې ايران په خپل ټول وس په افغانستان کې له روان سياسي بهير سره مرسته کوي . ايراني مشر د افغانستان د امنيت اغيز پر خپل هيواد مهم وبالۀ . دۀ وويل دواړه هيوادونه اوږده پوله لري په افغانستان کې امنيت پر ايران مثبت اغيز کوي . افغان ولسمشر حامد کرزي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل که چيرې متحدو ايالاتو او ايران غوښتي وي نو د دغو دواړو هيوادونو د اړيکو په ښه کولو کې کابل ونډه اخيستلى شي . دغه ډول نظر تير کال د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دادفر سپنتا هم ورکړى و چې تهران او واشنگټن رد کړى و . | ورسره تړلي نور خبرونه ايرانى ولسمشر احمدي نژاد کابل ته ورسيد14 اگست, 2007 | خبرونه احمدي نژاد په لومړي ځل کابل ته سفر کوي12 اگست, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||