BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:37 گرينويچ 2007 ,12 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
احمدي نژاد په لومړي ځل کابل ته سفر کوي
احمدي نژاد
په ايران کې د ټولټاکنو تر گټلو وروسته دا افغانستان ته د ښاغلي احمدي نژاد لومړنى سفر بلل شوى دى
په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى دى چې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد به د سه شنبه په ورځ د يوۀ لوړ پوړي پلاوى په مشرۍ کابل ته سفر کوي .

دا به له هغه راهيسته چې ښاغلى احمدي نژاد د ولسمشر په توگه ټاکل شوى ، افغانستان ته د دۀ لومړنى سفر وي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې وايي چې ايران به د دغه سفر په ترڅ کې له افغانستان سره د همکارۍ يو هر اړخيز تړون لاسليکوي .

افغانستان په هيله دى چې له ايراني غاړې سره به د کاري وړتياو د ډيرولو ، د اقتصاد ، کلتور ، ښوونې و روزنې ، کرهڼې او انرژۍ په برخو کې خبرې وکړي .

ايران په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو راهيسته د دغه هيواد د بيا رغاونې لپاره په دوو جلا غونډو کې د څه باندې ٦٠٠ ميليونه ډالرو د مرستو ژمنه کړې ده .

ايران له افغانستان سره ښې اقتصادي اړيکي هم لري چې اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ کالنۍ رسمي سوداگري تر نيم ميلارد ډالرو اوړي .

په دې وروستيو کې ځينو افغاني رسنيو نيوکه کړې وه چې د افغانستان او ايران ترمنځ په سوداگرۍ کې انډول نشته .

خو په واشنگټن کې له ولسمشر بوش سره د ښاغلي کرزي د سفر پر وخت د ايران په باب پوښتنو ته د افغان مشر دريځ مثبت و او له تهرانه يې خوښي ښووله .

په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت وايي ښاغلى احمدي نژاد دغه سفر د ولسمشر کرزي په بلنه ترسره کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت