BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:29 گرينويچ 2007 ,14 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايرانى ولسمشر احمدي نژاد کابل ته ورسيد
احمدي نژاد او کرزى
ولسمشر کرزى ظاهرآ په افغانستان په برخه کې د ايران له دريځه خوښ دى
د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد د يوۀ لوړ پوړوي پلاوي په مشري افغانستان ته رسيدلى دى چې له افغان مشرتابۀ سره خبرې اتري وکړي .

چارواکي وايي د دغه سفر په ترڅ کې به دواړه هيوادونه يو لړ تړونونه لاسليکوي چې په بيلا بيلو برخو کې د کابل او تهران د اړيکو د پراخولو په مانا دي .

له احمدي نژاد سره د دۀ د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي ، د ملي امنيت مشر علي لاريجاني او گڼ شمير نور لوړ پوړي چارواکي ملۀ دي .

له هغه راهيسته چې احمدي نژاد په ايران کې د ولسمشر په توگه ټاکل شوى دا افغانستان ته د دۀ لومړنى رسمي سفر دى .

د افغان چارواکو په وينا افغانستان په هيله دى چې له ايراني غاړې سره به د کاري وړتياو د ډيرولو ، د اقتصاد ، کلتور ، ښوونې و روزنې ، کرهڼې او انرژۍ په برخو کې خبرې وکړي .

ايران له افغانستان سره ښې اقتصادي اړيکي هم لري چې اوس د دواړو هيوادونو ترمنځ کالنۍ رسمي سوداگري تر نيم ميلارد ډالرو اوړي .

په دې وروستيو کې ځينو افغاني رسنيو نيوکه کړې وه چې د افغانستان او ايران ترمنځ په سوداگرۍ کې انډول نشته .

خو په واشنگټن کې له ولسمشر بوش سره د ښاغلي کرزي د سفر پر وخت د ايران په باب پوښتنو ته د افغان مشر دريځ مثبت و او له تهرانه يې خوښي ښووله .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت