|
يوۀ جرمن يرغمل د خوشي کيدو خواست وکړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يوۀ کس چې ځان جرمنى انجينير بللى او وايي په افغانستان کې وسله والو طالبانو يرغمل کړى د فرانسې خبري اژانس ته په ټيلې فون کې ويلي چې وضعه يې ښه نه ده . دغه کس چې ځان روډلف بلششميت بولي وويل چې درې اوونۍ وړاندې له څلورو افغانانو سره د پلازمينې کابل په سويل کې تښتول شوى و . بلششميت وايي چې په يوې غرنۍ سيمه کې ساتل شوى او وسله والو طالبانو يې د وژلو گواښ کړى دى . دۀ وويل چې په سټه روغ نه دى . د دۀ نيونکو له زندانونو څخه د وسله والو طالبانو د اسيرانو خوشي کيدۀ غوښتي دي . د يوۀ بل يرغمل مړى څه موده وړاندې وموندل شو هغه انجينير و او د جرمني اوسيدونکى و . د هغۀ د وژنې خبره ښکاره نه شوه چې وسله والو طالبانو وژلى او که يې روغتيايي وضعه ښه نه وه . له جرمن يرغمل شوي کس سره د څلورو افغانانو وضعيت معلوم نه دى . طالبانو څو مياشتې وړاندې له يوۀ ايټاليايي ژورناليست سره تښتول شوي دوه افغانان ووژل او دغه راز يې د طبي کارکوونکو له يوې نپه کسيزې افغانې ډلې هم يو تن وواژۀ . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||