BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:46 گرينويچ 2007 ,12 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ننگرهار کې د ايتلاف درې سرتيري وژل شوي
سرتيري
په تيرو دوو ورځو کې دا دويمه پېښه ده چې په افغانستان کې نړيوال سرتيري پکې وژل کيږي
په افغانستان کې د متحدو ايالاتو په مشرۍ د نړيوال ايتلاف له خولې خبري اژانسونه د يکشنبې په ورځ ( د زمري ٢١ د اگست ١٢ ) رپوټ ورکوي چې د ننگرهار په ولايت کې يې درې سرتيري او يو افغان ژباړونکى وژل شوي دي .

دا وژنې په يوې چاودنې کې شوي چې د ننگرهار د خوگياڼو په ولسوالۍ کې پېښه شوې ده .

وسله والو طالبانو له نامعلومه ځايه بي بي سي ته په يوۀ ټيلې فوني تماس کې ويلي چې دوى دغه چاودنه کړې ده .

د خوگياڼو ولسوالي د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرته ده او په تيرو څو کلونو کې د ننگرهار يوه له ناکرارو سيمو بلل شوې ده .

په تيرو دوو ورځو کې دا دويمه ورته پېښه ده چې پکې نړيوال ځواکونه وژل کيږي . د شنبې په ورځ ناټو له کابله يوه خبر پاڼه خپره کړې وه چې ويل يې د افغانستان په ختيځ کې يې د يوې چاودنې له امله يو سرتيرى وژل شوى او دوه نور يې ټپيان شوي دي .

خبر پاڼې دا نه ويل چې دغه پېښه چيرې شوې ده . د ناټو خبر پاڼې د وژل شوي سرتيري پېژندگلوي هم نه ده کړې .

د جمعې په ورځ په هلمند کې د برتانيا يو سرتيرى چې په گزمه بوخت و وژل شوى و . په هغې پېښې کې پنځه نور سرتيري ټپيان شوي و .

په روان ميلادي کال کې له دغو وروستيو وژنو سره په افغانستان کې تر ١٣٠ دير بهرني سرتيري وژل شوي دي .

تير کال هم په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو له ډلې څه کم ٢٠٠ سرتيري په بيلا بيلو پېښو کې وژل شوي و .

په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوريدو راهيسته په افغانستان کې شاوخوا ٦٠٠ نړيوال سرتيري وژل شوي دي .

د نړيوالو ځواکونو په وژل شويو سرتيرو کې تر ټولو ډير د متحدو ايالاتو دي . په دويمه او دريمه درجه ډير وژل شوي سرتيري د برتانيا او کاناډا دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت