|
داسامه لټون: پرتوره بوره،د امريکا نوى بريد | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په سلگونو امريکايي او افغان ځواکونه د القاعدې د تښتيدلي مشر اسامه بن لادن د لټون لپاره نوي عمليات د افغانستان په ختيځ کې پيل کړي دي . دوى د تورې بورې په سيمه کې ځمکنى او هوايي يرغل پيل کړى دى چې د پاکستان له پولې سره نژدې پرته ده . دننگرهار په ولايت کې دغه سيمه هغه وخت ډيره مشهوره شوه چې د امريکا پوځ د طالبانو له ماتې وروسته د القاعدې د تښتيدلي مشر د اډې په توگه وپيژندله . د امريکا په مشرۍ د پوځ يوې وياندې وويل چې دغرنيو سيمو چاپيريال د اورپکو لپاره دپټو مرکزونو وروستۍ هيله ده . توره بوره هغه ځاى دى چې په ٢٠٠١ کال کې د اسامه بن لادن د نيولو امريکايي پوځي عمليات په کې له ناکامه شوي وو . ډيرو کورنيو د جگړو له کبله سيمه پريښوده . راپورونه وايي چې د وروستيو جگړو له کبله ډيرې کورنۍ د خپلو کورونو پريښودو ته اړوتلې . د امريکا د پوځ يوې وياندې تورن وينيسا بومن وويل چې يرغل دنښه شو سيمو په وړاندي پيل شوى دى . دې وويل دغه سيمې داسې ځايونه دي چې ددښمن د پټېدو او ملاتړلپاره وړ چاپيريال رامنځته کوي ،او همدا راز دوى د سيمې په دواړو غاړو کې له دغسې ځايونو څخه پر سپيڅلو ملکي خلکو بريدونه کوي . خو دې دا ونه ويل چې دغه عمليات به تر کوم وخته پورې روان پاتې شي . توره بوره يوه سمڅه ده چې په افغانستان کې د القاعدې دځواکمنې اډې په توگه نوم لري . | ورسره تړلي نور خبرونه ملي امنيت:ترهگره ډله مو نيولې ده16 اگست, 2007 | افغانستان کابل کې چاودنې ٣ جرمنيان وژلي15 اگست, 2007 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||