BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:27 گرينويچ 2006 ,09 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان حکومت د طالبانو له مشر سره د خبرو شونتيا ردوي

د افغانستان دولت د اسوشيتيد پرس د خبري اژانس دا رپوټ رد کړى چې وايې ولسمشر کرزې گواکي د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره د روغې جوړې د تگلارې په رڼا کې خبرو اترو او پخلاينې ته تيار دى.

د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره د تماسونو د جوړولو او پخلاينې په موخه د افغانستان د دولتي مشرتابه د ليوالتيا په تړاوو د اسوشيتيد پرس د خبري اژانس دغه وروستى رپوټ د ډيرو لپاره هيښونکى وو .

رپوټ د ولسمشر کرزي له قوله د لومړي ځل لپاره داسې اشاره ورکوله چې گواکې د ملامحمد عمر په گډون د طالبانو د لوړې کچې د مشرانو په وړاندې نوره هغه سره کرښه په ړنگيدو ده چې دوى د پخلاينې له بهير سره د يو ځاې کيدو په برخه کې له عادي طالبانو جلاکوي .

خو په نړيوالو اړيکو کې د ولسمشر کزي سلاکارډاکټر اعظم دادفر سپنتا د دولت په استازيتوب بي بي سي ته د رپوټ په تړاو په خپل لومړني غبرگون کې له لويه سره په دغسې يوه انگيرنه سړې اوبه واړولې .
ښاغلي سپنتا دا د ولسمشر په څرگندونو د اژانس ناسمه پوهيدنه وبلله او په پريکنده لهجه يې وويل

په هغه څه چې زه په دقيق ډول پوهيږم ، هغه دا دي چې د افغانستان د دولت سياست له ملا محمد عمر سره پخلاينه نه بلکه هغو کسانو ته د فرصت ورکړه ده چې تير وتي .
د بهرنيانو په لاس لوبول شوي او د افغانستان د امنيت خلاف فعاليت کوي .

دا ډول بايد ووايم چې د افغانستان دولت هم د نړيوالو اصولو او مقرراتو او هم د انتقالي عدالت د سند له مخې دا واک نلري چې د ملا محمد عمر او گلبدين حکمتيار په څير کسان وبښي .

دا ځکه چې د افغانستان دولت دغه اصول او سندونه لاسليک کړي او اوس مکلفيت لري چې له ملي حقونو ورپورته هغه مراعات کړي .

په ټوله کې له طالبانو سره د پخلاينې خبره ، له هغه مهاله چې د طالبانو په بريدونو کې زياتوالى راغلى توده شوې . لويه پوښتنه همداده چې له انساني تلفاتو سره مل وسله والې شخړې به تر کومه دوام مومي او ايا له پوځي لارې په افغانستان کې محالفتونه پاې ته رسيدى شي ؟

په تيره بيا دې ته په کتو سره چې د القاعده او طالبانو د مشرانو د ښودلو په سر له لسو تر ٢٥ مليونه ډالرو پورې د انعام ايښودو هم تر دې مهاله کومه گټه نده ورکړې .

که څه هم چې دولت له څه د پاسه يو کال راهيسې د پخلاينې تگلاره مخې ته کړې
خو دغسې يوه وړانديز ته د طالبانو د مشر ملا محمد عمر غبرگون له هماغه پيله بيا تر ننه منفي دى او وايې چې له افغانستان نه به د امريکايې ځواکونو د وتو تر مهاله جگړې ته دوام ورکوي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت