BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:33 گرينويچ 2006 ,10 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اروزگان په جگړې کې د درنې مرگ ژوبلې ادعاوې

ترينکوټ
د ارزگان ولايت د ترينکوټ په ولسوالۍ کې په جگړه ښکيلو غاړو د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو او طالبانو يو بل لور ته د درنې مرگ ژوبلې د اړولو ادعاوې کړي دي
ددغې جګړې خبر لومړى طالبانو خپور كړ او ويې وويل چې د جګړي په ترځ كي پنځوس(۵۰) ملكي وګړي وژل شوي دي .

قاري يوسف چې د طالبانو وياند بلل كيږي د ټليفون پركرښه يې بي بي سي ته وويل چې د جګړې پرمهال يې د اروزګان ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ د درويشانو په سيمه كي پنځه طالبان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.

قاري يوسف ادعاوكړه چې د ننۍ جګړې پرمهال يې د نړۍ والي ټلوالې او ملى پوځ شاوخوا څلويښت سرتيري وژلي او دده په وينا دنړۍ وال پوځ يوه پوځي چورلكه يې رانسكوره كړيده

خو د كندهار په هوايې ډگر كې د نړۍ وال ايتلاف پوځي ويانده تورن جولي د قاري يوسف ټولي خبري ردوي او اوايې چي دنن سهار په نښته كي چې د اروزگان مركز ترينكوټ ته څېرمه شويده ملكي وګړو ته هيځ ډول مرګ - ژوبله نه ده وراوښتې

خو دا مني چې د جګړې پرمهال يې د نړۍ وال ائتلاف درې سرتيري ټپيان شوي او يو افغان امنيتي ساتونكى هم وژل شوي دى .

ددې په وينا چورلكه يې نه ده رالوېدلې او د طالبانو له لوري يې په ځمكني كاروان باندي بريد شوي دى.

پوځي ويانده وايي چې ددغي نښتې پرمهال يې له هوايي ځواك څخه كار اخيستى ددې په خبره څلويښت(۴۰) وسلوال طالبان يې وژلي دي.

كه څه هم دواړه غاړي يودبل دڅلويښتو كسانو دوژل كېدو څبرې كوي خودم ګړى داګرانه ده چې داروزګان ولايت دوروستۍ جګړې دقيقه مرګ – ژوبله څرګنده شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت