BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,26 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغان سوداگرو بانکي حسابونه کنگل شول

طالبان
يوازې د عبدالباري په نوم د يو ه افغان سوداگر نوم په ډاگه شوى
له طالبانو سره د اړيکو او هغوى ته د مالي مرستو په تور په پاکستان ، دوبۍ ، ماليزيا او اندونيزيا کې د ځينو افغان سوداگرو او سوداگريزو شرکتونو ١٥ بانکي حسابونه کنگل شول.

تراوسه د ټولو هغو افغان سوداگرو او سوداگريزو شرکتونو نومونه نه دي په ډاگه شو ي چې ادعا کيږي طالبانو سره د اړيکو او هغوى ته د مالي اسانتياوو د برابرولو له کبله ېې په بهر کې په مليونونه ډالره کنگل شويدي .

په دوى کې يوازې د عبدالباري په نوم د يو ه افغان سوداگر نوم په ډاگه شوى چى د افغانستان دکورنيو چارو وزارت د انټر پول يا نړيوال پوليسو د مشر عليشاه پکتيا وال په وينا ، د طالبانو د واکمنۍ په وروستيو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د يو ه ليک تر مخه ، په افغانستان او د هغه نه بهر د افغانستان په ميليونونه ډالره پيسې ېې بانکي حسابونو ته ليږديدلي وو.

د ښاغلي پکتيا وال په وينا ، عبدالباري د طالبانو او د القاعدې په شبکې پورې تړلى افغان سوداگر دى چې ځاى ځايگي يې نه دى څرگند .

خو په پاکستان کې د هغه د کورنۍ يو شمير غړي او يو پاکستانى چې د هغه مالي چارې يې پر مخ بيولې ، نيول شويدي . د انټرپول مشر وايي په دې تړاو يې يو شمير نور کسان هم پيژندلي چې د امنيتي دليلونو له کبله نشي کولى چې اوس يې نومونه په ډاگه کړي

بل لورته د کورنيو چارو وزارت وياند وايي دننه په کور کې هم يو شمير افغان شرکتونه شته چې شک پرې کيږي چي طالبانو ته مالي امکانات برابروي .

د ښاغلي ستانېزي په وينا ددغو شرکتونو او د هغوى د بانکي حسابونو د موندلو لپاره هم پلټنه دوام لرى .

په همدې حال کې ويل کيږي چې ښايي دولت له نړيوالو سره د يو لړ اړينو تړونو نو له لاسليک وروسته ، په بهر کې د هغو کسانو د بانکي حسابونو په کنگلولو هم لاس پورې کړي چې د نشه يي توکو له کاروبار څخه يې په ناقانونه توگه شتمنۍ ترلاسه کړي دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
طالبان اوس څه کوي ؟
16 نومبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت