BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:02 گرينويچ 2005 ,14 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکايي پوځ : طالبان له بهره وسلې ترلاسه کوي

طالبان
افغان دولت لا پخوا پر ځينو گاونډيانو تور لگاوۀ چې له طالبانو سره مرستې کوي .
د امريکا په مشرۍ په افغانستان کې دنړيوالو ائتلافي ځواکونو چارواکي ، په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو د ادعاوو په اړه د معمول له مخې ، په ډېر احتياط سر ه غبرگون ښېې .

په داسې حال کې چې په هيواد کې د سولې د غښتلتيا د کمېسيون مشر صبغت الله مجددي، ددغه کميسيون په غونډه کې په زغرده ادعاوکړه چې د پاکستان ځينې ځانگړې کړۍ په افغانستان کې د طالب جنگياليو د ورانکارو کړنو تر شا ولاړې دي .

خو د ائتلافي ځواکونو وياند جېمس ېانتس پرته له دې چې دغه ادعا تائېد او يا رد کړي ، ووېل چې دا د ښاغلي مجددي خپلې نظريې دي چې دوى يې په اړه څه نشي ويلاى .

خو په همدې حال کې ښاغلي ېانتس بې له دې چئ د کوم ځانگړي هيواد او يا سازمان نوم ياد کړي ، دا ومنله چې طالب جنگيالي په افغانستان کې د ورانکارو کړنو ، بم برېدنو او حملو د ترسر ه کولو لپاره له بهره هم يوه اندازه مرستې او پوځي وسايل ترلاسه کوي .

خو نوموړى دا د استخباراتو دنده بولي چې دغه موضوع تر څارنې لاندې ونيسي او دا معلومه کړي چې ددولت مخالفانو ته دغه وسلې ،مهمات او مالي مرستې له کومه ځايه او له کوم هيواد څخه راځي . خو دې ته په کتو سره چې د افغانستان او پاکستان تر مينځ اوږده غرنۍ پوله ، دا مهال نه کنترو لېږې، نو د چارو د کار پوهانو له انده چې ،د دولت مخالف جنگيالي دغه مرستې د پاکستان له خاورې ترلاسه کوي .

خو دې سره په څنگ کې د افغانستان په دولت کې هم ځيني لوړ پوړي چارواکي ادعا کوي چې گواکې پاکستان ، له خپلې خاورې ، افغانستان ته د طالب جنگيالېو د اوړېدو په مخنېوي کې کافي هلې ځلې نه کوي .

پاکستانې چارواکي دغه ادعاوې سمي نه بولي او وايې چې په سېمه او نړۍ کې د ترهگرۍ په وړاندې په مبارزه کې تر هرچا ډېرې لاسته راوړنې لري او داچې د دغې جگړې له پېله تراوسه ېې په سلگونو تنه د القاعدې غړي نېولي دي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت