|
افغانستان- له جهاده تر ترهګرۍ پورې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په اړه د امريکا د يوې خبريالې کتي ګنن د ١٨ کلونو د سترګو ليدلى حال په يوۀ ١٨٢ مخيز نوي کتاب کې رانغښتى دى. کيتي ګنن له ١٩٨٦ ميلادى کال راهيسې په پاکستان کې د امريکا د خبري اژانس ايسوسيټېډ پريس مشره پاتې شوې. په دې ټوله دوره کې يې د افغانستان جګړه له نژدې څارلې ده. نوموړې کتاب ته آئى از فار انفايډل له جهاد څخه تر سپېڅلې ترهې نوم ورکړى دى (I is for infidel – from holy war to holly terror) يوه سمبوليکه معنا هم لري. که څه هم په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل راهيسې بيا تر اوسه پورې چې پر هېواد څه تېر شوي هغه په هر کتاب کې نژدې يو ډو ل ليکل شوي. خو کيتي ګنن کتاب د طالبانو په راتګ پيل کړى ، د هغو په تګ يې پاى ته رسولى دى او په دې ټوله موده کې يې ځينې مهمې پېښې په خپله تعقيب کړي او حقيقيتونه يې سپړلي دي. کيتي ګنن په کتاب کې دا اړخ هم رابرسېره کوي چې څرنګه له کورنيو ناکراريو زيږيدلى طالب غورځنګ د پاکستان او اسامه بن لادن له لوري قبضه شو؟ په کتاب کې نوموړې د سرچينې په توګه د افغانستان د کورنيو چارو د طالبانو پخوانى مرستيال وزير ملا خاکسار زيات کارولى دى. دا د ملا خاکسار له خولې ليکي چې د طالبانو له پوځي برياليتوبونو سملاسي وروسته پاکستان د خپلو ديني عالمانو په طالب غورځنګ کې د ننويستلو هڅې پيل کړې چې يوه بېلګه يې د طالبانو د مشر ملا عمر پخوانى وياند طيب اغا و. د مينځلارو طالبانو تر عنوان لاندې په يوۀ څپرکي کې مېرمن کتي ګنن مولوي وکيل احمد متوکل او ملا خاکسار په ځانګړې توګه مينځلاري يادوي. دا د ملا خاکسار له قوله ليکي چې په ١٩٩٩ کال کې يې له طالبانو څخه پټ د پاکستان په پېښور ښار کې د امريکا د کونسلېټ کتنه وکړه او هلته يې د امريکا د مرستيال کونسلېټ جارجري مارچيز په کور کې له ميک ليوان سره سهار په نهه بجې وکتل او د يوۀ ژباړونکي په مرسته ميک ليوان له ملا خاکسار څڅه وپوښتل: ته له موږ څه غواړې؟ ته د اسامه بن لادن په اړه څه معلومات لرې؟ او هغه چېرته دى؟ ملا خاکسار وايي ما هغه ته وويل چې زه وېرېږم په افغانستان کې عرب جنګيالي له بهرنۍ نړۍ سره پياوړې اړيکې لري او دوى به يوه ورځ لوى ناورين رامنځ ته کړي چې منګى به يې د افغانستان په سر مات شي. خاکسار وايي ما امريکايانو ته وويل چې تاسو له پوځي پلوه طالبانو ته ماته نه شئ ورکولاى دا د يوې يا دوو ورځو کار نه دى او ددې لپاره لوى پروګرام ته اړتيا ده چې هغه به زه سر ته رسوم او که چېرې زه ووژل شوم نو د جاري ساتلو لپاره نور ملګري لرم. خو زه يوازې دا نه شم کولاى او په يوازې سره به هيڅوک زما ملګرتيا ونه کړي. ملا خاکسار وايي چې امريکايانو دا پلان واشنګټن ته د وړلو ژمنه وکړه خو د غونډې تر ختمېدو وروسته ميک ليوان د پنځو کلدارو نوټ په مينځ څېرې کړ نيمه برخه يې ماته راکړه او بله نيمه يې له ځان سره کېښوده. ملا خاکسار امريکاييانو ته وويل که چېرې زما په استازيتوب يو څوک له تاسو سره وګوري نو د ثبوت په توګه نيمه برخه نوټ ترې وغواړئ که هغه ښکاره نه کړ نو پوهه شئ چې دغه کس جعلي دى. ليکواله ليکي چې ملا خاکسار بېرته افغانستان ته ستون شو او امريکاييانو وروسته دا پلان رد کړ او ملا خاکسار ته يې په پښتو ژبه کې يو ليک واستاوه چې هغه اوس هم له نوموړي سره پروت دى. په ليک کې امريکاييان کاږي "سى آى اى ( د امريکا د استخباراتو مرکزي څانگه ) په ١٩٨٠کال کې د مجاهدينو ملاتړ کړى و او وېره لري چې ستاسو په ملاتړ کولو سره دا غلطي بيا تکرار نه کړي". په کتاب کې د ملا خاکسار عکس ورکړل شوى چې په لاس کې يې د پنځو کلدارو نيم نوټ دى. کيتي ګنن د طالبانو د وروستيو ورځو تر عنوان لاندې په يو بل څپرکي کې ليکي چې القاعده يو ډېر منظم غورځنګ درلود او د جنګياليو د روزلو لپاره يې د جهاد يوه انسايکلو پيډيا يا دايرتالمعارف درلوده چې په کې د سيمې د ژغورلو تر څنګ د چاودېدونکو موادو د چاودلو او د تښتولو تخنيکونه ليکل شوي وو. دغه انسايکلو پيډيا اسامه بن لادن، عبدالله عزام، د افغانستان اسلامي مشرانو او پاکستان ته ډالۍ شوى وۀ. کيتي ليکي چې د ليبيا يو کس دا کتاب دې ته ورکړى وو او دې په ٢٠٠١کال کې د کتاب يو ټوک په واشنګټن کې سي آى اې ته وسپارلو خو هغوى دې لور ته هيڅ جدي پام ونه کړ. کيتي هغه يوازينۍ لويديځه خبرياله ده چې په طالبانو باندې د امريکا د بريدونو په مهال يې افغانستان ته د تلو اجازه ترلاسه کړې وه. دې د جګړې ټولې سانحې په کتاب کې انځور کړي دي. د طالبانو د ماتې وروسته پيښې يې هم په کتاب کې ځاى کړي او ليکي چې د واک له ترلاسه کولو وروسته شمالي ټلوالې او ځينو قوماندانانو د خپلو دښمنانو او پښتنو په سيمه کې امريکايانو ته غلط معلومات ورکول او په نتيجه کې يې ډېر بې ګناه خلک د بګرام او ګوانتانامو زندان ته ورسول. مېرمن کيتي په کتاب کې پاکستان هم تر ډېرو نيوکو لاندې راوستى او ځينې پېښې يې له پاکستان سره تړلي. د بيلګې په توګه دا ادعا کوي چې کله په ١٩٩٨ کال کې امريکا په خوست کې په روزنيز کمپ باندې د اسامه بن لادن د وژلو لپاره د کروز توغنديو بريد وکړ له هغه وروسته پاکستان په پټه د ٢١ ګاډيو په کاروان کې اسامه بن لادن د پاکستان د نوښار د چراټ خپلې پوځي کمپ ته يووړ او دا ډول پاکستان او طالبانو له امريکا سره د موږک او پيشو لوبه پيل کړ. د پاکستان د پوځ د پټې څېرې تر عنوان لاندې ليکواله کاږي چې د اتيايمې لسيزې په پاى کې د پاکستان پوځ په ايران باندې د ايټمي تکنالوژۍ د خرڅولو هڅې پيل کړې . دا د ١٩٩٠ کال د نواز شريف د حکومت د يو وزير ، چې نوم يې نه دى ياد کړى ، له خولې ليکي چې نوازشريف دى د پوځ مشر جنرال مرزا اسلم بېګ ته ورواستاوه چې ورته ووايي د امريکا پر ضد دې خپل توند بيانونه نرم کړي. وزير وايي کله چې ما اسلم بېګ ته دا پيغام ورکړ نو هغه سملاسي راته وويل "ايران غواړي چې ايټمي ټکنالوژۍ له شپږو تر ١٠ ميليارده ډالرو پورې راونيسي موږ ته په کار دي دا سودا وکړو". په کتاب کې کيتي تېر کال ( ٢٠٠٤ ) په کابل کې د جيش مسلمين له لوري د ملګرو ملتونو د دري کارکوونکو د تښتونې په اړه ليکي چې دې د نوموړي سازمان له يوه مشر سره چې نوم يې کريم ياد کړى په پېښور کې وليدل خو کريم ډېر مطمين و او زما د پوښتنو سم ځواب يې نه راکاوه. وروسته کريم لاړو او ماته يې په خونه کې د پاتې کيدو وويل خو کيتي ليکي ما چې کله وکتل نو کريم په يو داسې ګاډي کې سپور شو چې زرغون حکومتي نمبر پلېټ يې درلود چې نمبر يې ٨٣ ؤ. دا ادعا کوي دغه موټر آى ايس آى ورکړى ؤ. ليکواله په خپل اخري څپرکي کې ليکي چې افغانستان يو داسې هېواد دى چې هر وخت د نړۍ د لويو ځواکونو او ګاونډيو د سياسي ګټو مرکز ګرځېدلى دى. برتانيا د روسيې پر ضد د بفرزون ( ناپېيلې سيمې ) په توګه، هند د پاکستان د سرخوږي لپاره، پاکستان د اسلامي جهاد د لابراتوار، امريکا د شوروي اتحاد د ټوټې کولو لپاره کارولى دى.خو يوه ځواک هم د افغانستان د عامو وګړو اوږدمهالو ستونزو ته پام نه دى کړى. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||