BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:28 گرينويچ 2005 ,02 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
متوکل : يوازې د مذهب له کړکۍ بايدهر څه ونه کتل شي
News image
د طالبانو له نسکوريدو وروسته متوکل په لومړي ځل تلويزيوني مرکه کړې ده .

د طالبانو په حکومت کې د بهرنيو چارو وزير مولوي وکيل احمد متوکل د خپل حکومت تر نسکوريدو وروسته په لومړي ځل دوو خصوصي تلويزيون کانالونو سره مرکه کړې او پکې وايي چې په سياست کې بايد هر څه يوازې او يوازې د مذهب له کړکۍ ونه ليدل شي .

ښاغلي متوکل په کابل کې د طلوع له تلويزيون سره او په پاکستان کې له خصوصي پښتو تلويزيون خيبر سره په مرکو کې ويلي چې اسامه بن لادن له افغانستان سره دلچسپي نه لرله بلکه هغۀ ته يوازې او يوازې منځنى ختيځ مهم و .

 د افغان حکومت او مخالفينو تر منځ ريښتينې خبرې اترې پکار دي .
وکيل احمد متوکل

متوکل د ولسمشر کرزي او د هغۀ له مخالفينو سره چې مطلب يې پخواني طالبان و ، د خبرو اترو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې دا خبرې اترې دې يوازې د خپرندويو رسنيو لپاره نۀ بلکه د دۀ په وينا ريښتينې وي .

ښاغلي متوکل وويل اوس د کوم گوند د جوړولو نيت نه لري خو له ځينو کسانو سره په خبرو اترو بوخت دى .

دۀ زياته کړه چې د متحدو ايالاتو له لورې پر دوى باندې تر بريد وروسته يې له ملا محمد عمر سره اړيکي شکيدلي دي او نور پرې خبر نه دى چې هغه به چيرې وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت