BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:21 گرينويچ 2005 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
آيا طالبان د افغان حکومت لپاره څومره لوى گواښ بلل کيدايشي ؟

بندي طالبان
پدې وروستيو کې دپاکستان حکومت يو شمير نيول شوي طالبان افغانستان ته وسپارل
د لړم ، عقرب د مېاشتې 22 په کابل کې د طالبانو د واکمني د نسکورېدو له څلورمې کالېزې سره سمون لري .

څلور کاله وړاندې په دې ورځ ، له ېوې مېاشتۍ جگړې نه وروسته ، د امرېکې په مشرى نړېوالو ائتلافي ځواکونو ، طالبان له کابل څخه وشړل چې ورپسې ېې په ټول هېواد کې واک پاى ته ورسېد .

په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان په سېاسي ، ټولنېز او اقتصادي بهېر کې ډېر بدلونونه رامنېځته شوېدي .خو په افغانستان کې د زرگونو امرېکاېې ، نړېوالو سوله ساتې او افغان ځواکونو د شتون سره سره ، په هېواد کې امنېتي ستونزې لا پر ځاى پاتې دي او طالب جنگېالې د هېواد په ېو شمېر سېمو کې خپلو برېدونو ته دوام ورکوي .

داچې د څلورو کلونو مخکې په پرتله ، د هېواد په مختلفو سېمو او په تېره بېا سوېلي او سوېل ختېځو سېمو کې د طالب جنگېالېو برېدونه زېات شوېدي ، په ټوله کې له دې خبرې سره څوک مخالفت نلرى . ځکه له دغو سېمو څخه په دوامداره توگه ، د سېمه اېزو چارواکو ، ملې پو ځ او حتې د ائتلافي ځواکونو د پوځېانو د مرگ ژوبلي رپوټونه رسېږې چې طالبان ېې د ترسره کولو پړه پر غاړه اخلي .

پوښتنه داده چې د طالب جنگېالېو د حملو زېاتوالى ، داښېي چې د پخوا په پرتله دوي پېاوړ ي شوي او منظم شو ي او پو ځي شونتېا وي ېې زېاتي شوېدي . په دې اړه ځوابونه توپېر لرى .له دې سره چې طالبان د پېاوړتېا ادعا کوى ، خو ټولېز باور دادى چې هغوى نور د ېو منظم خوځښت جوړښت نلرى او ددولت او ائتلافي ځواکونو په وړاندې جدې گواښ نشي گڼل کېداى .

په همدې تر څ کې ددفاع وزارت وېاند جنرال ظاهر عظېمې واېې له منطمو جگړو څخه دترپ او خرپ نښتوته د طالبانو د پوځي تکتېکونو اوړېدل ، په دې معنې ده چې نور هغوى د ملې پو ځ او ائتلافي ځواکونو په وړاندې د درېدلو ځواک له لاسه ورکړي .

((ېو کال وړاندې ته چې ځېر شو، نو طالبانو زېاتره پر ملي پوځ او ائتلافې ځواکو نو حملې کولې او د ملې پو ځ په وړاندې ېې لاري بندولې ، خو په وروستېو شپږو مېاشتو کې دغه وضع بدله شوېده . که څه هم چې د طالبانو حملې زېاتې شوېدي ، خو ددوي له خوا کار ېدونکي تکتېکونه ېې کمزورتېا ښېي . داچې اوس دوى د ملي پوځ او ائتلافي ځواکونو په وړاندې ددرېدلو پر ځاى ، په ېوه جومات کې ېو بېگناه ملا او ېا ېو ډاکتر وژني او ېا ېو ښونځى سوزي او ېا ېو چېرې ېو ماېن ځاى پر ځاى کوي ، دا په ښکاره د طالبانو کمزورتېا ده.))

په افغانستان کې د طالبانو او تره گرو په وړاندې ، د جگړي دروند بار ، د امرېکې په مشرى د ائتلافي ځواکونو پر اوږو دى . ددغو ځواکونو وېاند ډگروال ، جېمز ېانتس دامني چې طالبان او القاعده په افغانستان کې شته او امنېت ته څه ناڅه گواښ دى . خو واېي له کومه ځاېه چې د افغانانو تر مېنځ ېې خپل ځاى ځاېگې له لاسه ورکړى ، ورځ پر ورځ کمزوري کېږي .

خو داچې له دې سره سره ، د طالبانو او القاعدې په وړاندې به په افغانستان کې روانه جگړه څومره دوام وکړي ، ښاغلى ېانتس واېې چې په دې موخه لا ډېر څه کول په کار دي :

(( دا داسې يو څه دي چې موږ يې ټول له کبله انديښمن يو . په اصل کې ډير څه لا په مخ کې دي چې بايد تر سره شي . خو له بل لورې هغه څه چې د افغانستان خلکو ته هيلې وربښي ، د ملي اردو او ملي پوليسو د جوړولو په برخه کې د افغانستان د حکومت او دا ډول په دې هيواد کې د سولې او ثبات د راوستو په تړاوو د نړيوالې تولنې ژمنې دي . په دې سربيره په افغانستان کې د اساسي قانون تصويب ، د انتخابي ولسمشر او پارلمان رامينځ ته کيده او داسې نور هغه پرمختگونه دي چې هيواد له دننه د ثبات پر لور خوځوي او د افغانستان خلکو ته په خپلو پښو د دريدو وس ورکوي . شک نشته چې که خلک په خپلو ودريږي نو هيڅکله به هم د بل ځل لپاره د طالبانو واکمنۍ ته غاړه کښينږدي .))

خو داچې په دقېق ډول به د طالبانو او تره گرو په وړاندې روانه جگړه څه مهال پاې ته رسېږي ، دا به ېوازى وخت وښېي . لېکن د چارو د کار پوهانو له انده ، په هېواد کې د سولې او پاېښت د رامېنځته کېدو لپاره باېد چې پر طالب اورپکو او القاعدې باندې د پوځي وساېلو ، پېسو او وسلو د ترلاسه کولو چېني وچې شي .

ائتلافي ځواکونه دامني چى طالبان ېو ه اندازه دغه وساېل له بهره ترلاسه کوي ، خو داچې له کومو هېوادونو ، په دې اړه له څه وېلو څخه ډډه کوي . که څه هم چې پاکستاني چارواکو په وار وار داخبره رد کړېده ، خو ېو شمېر افغان چارواکي ادعا کوي چې طالبان اوس هم د پاکستان له خاورې ، په افغانستان کې خپلې ورانکارې کړنې سبمالوي .

بل لورته ، د طالبانو مشر ملامحمد عمر او د القاعدې د شبکې مشر اسامه بن لادن چې په سېمه او افغانستان کې د جگړ ې ددوام اصلي لاملونه بلل کېږي ، د امرېکې په مشرۍ اتلس زره ائتلافي ځواکونه ،تر اوسه پدې ندي توانېدلي چې هغوۍ ونېسي او ېا ېې له منېځه ېوسي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت