BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:42 گرينويچ 2005 ,17 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا له طالبانو غوښتي چې د سولې بهير ته ورشي
News image
خليلزادپر طالب جنگياليو غږ کړى چې قانون ته غاړه کيږدي
په کابل کې دمتحدو ايالتونو سفير او د افغانستان لپاره د ولسمشر بوش ځانگړي استازي زلمي خليلزاد له وړاندې په خپلې دغې ثبت شوې وينا کې پر طالب جنگياليو دا غږ کړى چې قانون ته د غاړې اېښيدو پر ژمنه او د وسلو پر اېښودلو د دولت له لورې د پوخلاينې له اعلان شوي بهير سره يوځاى شي.

ښاغلى خليلزاد وايي "زه پوهيږم چې د افغانستان نوى دولت له هغو کسانو سره د روغې جوړې نېت لري چې وسلې په ځمکه ږدي، اساسي قانون مني او په سوله کې ژوند ته غاړه ږدي".

نوموړي په مخالفو جنگياليو دا غږ هم کړى چې د سولې له بهير سره د يوځاى کيدو لپاره له سېمه يېزو افغان چاواکو د ولايتي بيا رغونې له ډلو، ايتلافي ځواکونو او ځايي مشرانو سره اړيکي جوړي کړي او د ټوپک په ژبه د خبرو کولو په ځاى چې ده ناکامه تجربه گڼلې د رايه اچونې د کاغذونو له لارې د خپل سياسي برخليک واگي په خپل لاس کې واخلي.

دا په تيرو څلورو ورځو کې دوهم ځل دى چې ښاغلى خليلزاد کابل ته د خبرو اترو لپاره د طالبانو د يو شمېر لوړپوړو استازو د راتلو خبره کوي.

دافغانستان دولت هم د نوموړي له لومړنيو څرگندونو وروسته په کابل کې ددغه مرکچيانو شته والى ومانۀ خو تر اوسه ددغو مرکچيانو نومونه ډاگيزه شوي نه دي او نه هم په خبرو اترو کې د رامنځته شوي پرمختگ په تړاو څه ويل شوي دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت