BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:05 گرينويچ 2007 ,22 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د برمته شويو افغانانو کورنۍ: خپلوان مو پرېږدئ

طالبان
طالبانو گواښ کړى چې که د دوى غوښتنې ونه منل شي نيول شوي فرانسوي مرستندويان به 'سزا وويني'، خو د افغانانو په اړه يې څه نه دي ويلي
د افغانستان په لوېديځ ولايت نيمروز کې له دوو فرنسويانو سره يو ځاى د دريو نيول شويو افغانانو کورنيواو خپلوانو طالبانو ته د خپلو نيول شويو عزيزانو د پرېښودو خواست کړى دى .

دغه خواست د طالبانو له هغې گواښنې يوه ورځ وروسته شوى چې وايي که غوښتنې يې ونه منل شي نو يرغمل شويو فرنسويانو ته به جزا ورکړي . دغه دوه فرنسويان او درې افغانان چې د ماشومانو لپاره د نړۍ په نامه له يوې ناحکومتي موسسې سره يې کار کاوه شاوخوا يوه مياشت وړاندې د زرنج او فراه تر منځ د لارې په اوږدو کې يرغمل شول .

د طالبانو په يرغمل کې د ښځې او ميړه په اړيکه له تړلو دوو فرنسويانو سره يو ځاى د غلام حضرت، غلام رسول او محمد هاشم په نومونو د دريو افغانانو له پاتې کيدو دا دى شاوخوا يوه مياشت تيريږي . په دوى کې لومړي دوه تنه وروڼه دي .

که څه هم طالبانوتر اوسه د دغو دريو افغانانو د برخليک د معلومولو او پريښودو په بدل کې څه نه دي غوښتي، خو د فرانسويانو په بدل کې يې له افغانستان نه د فرانسوي سرتيرو د وتو او نامعلوم شمېر طالب بنديانو د پريښودو غوښتنه کړې ده .

بې اسرې
 'يوه ناروغه او سپين سرې بوډۍ يم. دخداى په خاطر زما بچيان راپريږدئ! د خپل خداى له درگاه پرته بله هيڅ اسره نه لرو. ميړه مې له ځايه د ښورېدو وس نه لري. زه په راپاتې دغو وړو-وړو ماشومانو څه وکړم؟
٧٥کلنه بي بي مدينه، د دوو تښتول شويو افغانانو مور

د اتيا کالو بوډا غلام دستگير چې په دريو نيول شويو افغانانو کې دوه تنه دده زامن دي، بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې د خپلو بچو د نامعلوم برخليک له اړخه ډيره انديښنه وښوده . دى وايي چې د خپلو نيول شويو بچو له مټ پرته د شمير له اړخه د خپلې درنې خو په عين حال کې د خورا بې وسې او بيوزلې کورنۍ د چلولو بله هيڅ کومه وسيله نه لري.

هغه وويل: ''يو زوى مې د اړتيا او احتياج له کبله له فرانسويانو سره ډرېور و . د مياشتې يې څه باندې سل ډالره تنخا ورکوله . بل زوى مې غلام رسول د کرايې د سپما په تمه د هغوى له گاډې نه په استفادې سره فراه ته د خپلو اولادونو د راوستو لپاره روان و .

له يوه يې څلور لوڼې او ښځه او له بل يې درې زامن ، يوه لور او ښځه پاتې دي. د دواړو بچيان صغيران او واړه ماشومان دي . دوى ټول اوس ما اتيا کلن بوډا ته چې په سترگو ړوند او په غوږونو کوڼ يم را تر غاړې دي . زه هغو کسانو ته چې زما زامن ورسره دي پر موږ د رحم او کرم د کولوخواست کوم . ))

بي بي مدينه چې د غلام حضرت او غلام رسول مور ده او عمر يې د هغې په وينا له ٧٥ کالو ور اوړي، هم له طالبانو د خپلو بچو، خپل ځان او خپلې کورنۍ په حق کې د رحم سوال کوي .

وژل شوى افغان خبريال اجمل نقشبندي
د تښتول شويو کسانو د کورنيو وېره وروسته له هغه زياته شوه چې طالبانو په هلمند کې يو برمته شوى افغان خبريال وواژه، خو له هغه سره ملگرى ايټالوى يې ازاد کړ

هغې د خپلو زامنو نيوونکو ته خواست وکړ: ''يوه ناروغه او سپين سرې بوډۍ يم . دخداى په خاطر زما بچيان راپريږدئ . د خپل خداى له درگاه پرته بله هيڅ اسره نه لرو . ميړه مې له ځايه د ښورېدو وس نه لري . زه پخپله هم له ښې بدې لويدلې يم. زه په راپاتې دغو وړو وړو ماشومانو څه وکړم . ))

د دوى دريم ملگرى محمد هاشم دى چې د خپلوانو په وينا يې په دغې موسسې کې پخلى کاوه.

د هغه خسر هم وايي چې زوم يې له بې وسۍ او ناچارۍ دغه کار ته مخه کړې وه .

د دغو دريو افغانانو په اړه د هغوى د خپلو خپلوانو د اندېښنو د پراختيا يو لامل تر دې لږ څه وړاندې په هلمند کې د يرغمل نيونې دورته پيښې تجربه هم بلل کيږي .

په هغه پيښه کې د ايټاليې د حکومت د سياسي فشارونو په پايله کې ايټالوى خبريال ډانيل ماستروجياکومو وژغورل شو خو لومړى د هغه موټر چلوونکى او ورپسې د هغه د ژباړونکي اجمل نقشبندي دواړه ووژل شول.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت