|
شيراک د فرانسويانو خوشي کيده وغوښتل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
فرانسې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د تښتول شويو دوو فرانسوي مرستندويانو د خلاصون لپاره له افغان چارواکو مرسته غوښتې ده . دا غوښتنه د فرانسې ولسمشر ژاک شيراک تيره شپه له خپل افغان سيال حامد کرزي سره په تيلې فوني خبرو کې وکړه . پوره لس ورځې وړاندې دوه تنه فرانسوي مرستندويان له خپلو درو افغان همکارانو سره د نيمروز په ولايت کې د طالبانو له خوا تښتول شوي و. وسله والو طالبانو لا تر اوسه د دوى د برخليک په باب څه نه دي ويلي . د فرانسوي مرستندويانو د خلاصون لپاره د ولسمشر شيراک تيلي فوني خبرې افغان چارواکو ته په داسې وخت کې نوى سرخوږى دى چې د ورځپاڼه ليکونکي اجمل نقشبندي په نه ژغورلو پرې نيوکې مخ په ډيريدو دي . کابل کې د ولسمشرۍ له دفتره په خپارۀ شوي بيان کې راغلي چې ولسمشر کرزي خپل فرانسوي سيال ته د فرانسوي مرستندويانو د خلاصون په برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړى دى . فرانسوي مرستندويان تر هغه لږ وروسته د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول چې يو ايټاليايي ورځپاڼه ليکونکى د طالب زندانيانو د خوشي کولو په بدل کې پرېښودل شو . هغه يوه بې سارې معامله وه چې جگ پوړي افغان چارواکي او ان بهرني ملاتړي يې پرې خوښ نه ول . ولسمشر کرزي وروسته ومنل چې د ايټاليا له خوا پرله پسې غوښتنو دغه ډول يوې خبرې ته اړ ويستى و . خو افغان مشر ټينگار وکړ چې له دې وروسته به داسې معامله هيڅکله ونه کړي .دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس پنځه افغان طبي کارکوونکي او د فرانسوي مرستندويانو سره جوخت د هغوى درې افغان همکاران د طالبانو په ولکه کې دي . د ښاغلي کرزي له خبرو دوه ورځې وروسته طالبانو د ايټاليايي ورځپاڼه ليکونکي افغان ژباړونکى اجمل نقشبندي وواژۀ . ځينو دغه وژنه د وسله والو طالبانو هغه تاکتيک وبالۀ چې گواکې د فرانسې حکومت پرې ډاروي او هڅوي يې چې پر کابل فشار ډير کړي . طالبانو د ايټاليايي ورځپاڼه ليکونکي تر خوشي کولو وړاندې د هغۀ افغان موټر چلونکى هم وژلى و چې د ځينو په وينا يې د روم فشارونه او هڅې گړندۍ کړې . که کابل د پاريس فشار ته هم غاړه ږدي په دې خبر دى چې له خورا ډيرو نيوکو سره به مخامخ وي . خو پوښتنه او ارزونه به يې دا وي چې په کور دننه فشارونه وزغمي که د نړيوالو ملاتړونکو غوښتنو ته شا کړي . که انتخاب هر څه وي ښاغلى کرزى او اداره به يې د بلې غاړي په قناعت ډير وخت لگوي . | ورسره تړلي نور خبرونه طالبان : دوه فرانسوي مرستندويان مو تښتولي05 اپريل, 2007 | خبرونه هلمند کې ٤ البانيا يان تښتول شوي دي12 مارچ, 2006 | خبرونه فراه کې يو برتانيوي تښتول شوى دى01 سپتمبر, 2005 | خبرونه تښتول شوې ايتالوي ژوندۍ ده18 مۍ, 2005 | خبرونه په کابل کې يوه بهرنۍ وگړې تښتول شوې ده17 مۍ, 2005 | خبرونه فرانسه له افغانستانه خپل ٢٠٠ سرتيري باسي 18 دسمبر, 2006 | خبرونه فرانسه افغانستان ته زر تنه نور سر تېري استوي28 جون, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||