BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:48 گرينويچ 2005 ,28 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرانسه افغانستان ته زر تنه نور سر تېري استوي
News image
د فرانسيې د وسله وال ځواک لوى درستيز جنرال هينري بينتي جيت وويل فرانسه به افغانستان ته د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنيت د نيولو په موخه تقريبا زر تنه نور عسکر افغانستان ته وليږي .

جنرال بينتي جيت چې کابل نه يي د خپل يو ورځني سفر په مهال يوه خبري کنفرانس ته وينا کوله وويل له تېرو څو مياشتو راپديخوا د افغانستان په جنوب او جنوب ختيزو سيمو کې د طالبانو له اړخه بريدونو کې د يادونې وړ زياتولى راغلى .

ده زياته کړې داسې گمان کيږي چې دوي ددغو بريدون په کولو سره غواړي د راروانو ټاکنو په وړاندې ستونزې جوړې کړي .

 فرانسه اوس مهال په افغانستان کې زر تنه سر تيري لري چې له ايساف او د امريکا په مشرۍ له ځواکونو سره فعاليت لري.
همدا راز د فرانسې د وسله وال ځواک لوى درستير وويل لدې سره چې اوس د افغانستان د وسله وال ځواک دفاعي وړتيا د تير په پرتله زياته شوې د شمالي اتلانتيک ، ناتو غړي ملکونه غواړي افغانستان سره د امنيت په ساتلو کې خصوصا د د پارلماني ټاکنو په مهال خپله مرسته نوره هم زياته کړي.

جنرال بيتني جيت وويل چې پدي لړ کې به فرانسه تر زرو پورې خپل نور سر تېري افغانستان ته وليږي چې افغان حکو مت او نړيوالې ټولنې سره د ټاکنوپه مهال نور ه زياته مرسته وکړي .

همدا شانې د فرانسيې د وسله وال ځواک لوى درستيز ويلي فرانسه به په افغانستان کې د تره گرو د ځالو د په نښه کولو او له د هغو د له منځه وړلو په موخه به خپلې شپږ معراژ جنگي الوتکې په تاجکستان کې ځاى په ځاى کوى .

فرانسه اوس مهال په افغانستان کې زر تنه سر تيري لري چې له ايساف او د امريکا په مشرۍ له ځواکونو سره فعاليت لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت