BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:07 گرينويچ 2006 ,18 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرانسه له افغانستانه خپل ٢٠٠ سرتيري باسي

ميشل اليوټ ميري
د فرانسې ددفاع وزېرې د افغانستانه د خپلې ٩ لېدنې پر مهال اعلام وکړ چې دجنورى په مياشت کې به په جلال اباد کې ميشت خپل ٢ سوه کسيز ځواک په څو پړاونو کې وباسي
فرانسه وايي په راتلونکي مياشت کې له افغانستانه دخپلو ٢ سوه سرتېرو وېستنه پيل کړي . دغه سرتېرې دا مهال دافغانستان په ختيځ ننگرهار کې ميشت دي .

دفرانسي ددفاع وزيرې ميشيل اليوت مېري په کابل کې يوه خبري ناستې ته وويل چې دافغانستان دامنيت د لاښه ټيکاو لپاره به دافغان امنيتي ځواکونو روزلو او سمبالولوته زيات پام وکړي .

خودې ژمنه وکړه چې دفرانسي نور ١٢ سوه سرتېري به چې دناټو تر قوماندې لاندې په افغانستان کې د ندې تر سره کوي ترډېره په دغه هېواد کې پاتې وي.

د فرانسې ددفاع وزېرې د افغانستانه د خپلې ٩ لېدنې پر مهال اعلام وکړ چې دجنورى په مياشت کې به په جلال اباد کې ميشت خپل ٢ سوه کسيز ځواک په څو پړاونو کې وباسي .

دغه سرتېري له څو کلونو راپدېخوا دفرانسې ددولت په نېغې لارښونې په افغانستان کې د ترهگرى سره د مبارزې په ډگر کې دندې ترسره کولې . ميشيل اليوت ميري په ډاگه کړه چې دغه سرتېري د سوله ساتو هغونه جلا دي ، ددې ډير ټينگار په دي و چې دافغان ځواکونو په روزنو کې به غټه برخه واخلي .

په همدې موخه يې د يو شميرفرانسوي روزونکو د استولو څخه يادونه وکړه چې په وينا يې له امريکايي پوځيانو سره به يوځاي دافغانستان د ملي پوځ پراخې روزنې ته اوږه ورکړي . دفرانسې ددفاع وزيرې په ډاگه کړه چې دفرانسې په مټ روزونکو پوځيانو ته به فرانسوي پوځي وسايل هم ورکړي .

((د فرانسې ددفاع وزارت تيار دى چې افغان امنيتي ځواکونه و روزي او دغو پوځيانو ته دپوځي وسايل ورکړي . او داسې کسان به هم وروزو چې ددغو وساېلو ساتنه وکړي .))

ميشيل الېوت ميري ټېنگاروکړ چې ټول بايد زيات پام دافغان امنيتي ځواکونو روزنې ته وکړي . چې په خپله د حالاتو په کابو کولو وتوانېږي .دې ووېل خپل افغان سېال ته يې د ژاندارم پولېسو د ځواک دجوړېدو وړاندېز هم وکړ چې د پولېسو په خواکې په امنيتي چارو کې فعاله ونډه واخلي .

خو دفرانسې ددفاع وزيرې په ډاگه کړه چې نور ١٢ سوه سرتېري به يې دناټو تر قوما ندې لاندې په افغانستان کې دامنيت د ساتلو دندې تر سره کړي . ددغو ځواکونو غټه برخه په پلازمېنه کابل کې دنده تر سره کوي .

فرانسوى وزيري تېره ورځ له افغان ولسمشر، ددغه هېواد ددفاع له وزير او په کابل او جلال اباد کې له خپلو سرتېرو سره ولېدل . له لوېه سره د مېرمن ميريباور داو چې افغانستان د پر مختگ په لور روان دى . ميشيل اليوت ماري له تاجکي چارواکوسره د سېمه ېېزو موضوعگانو پرسر دخبرو لپاره له کابله دوشنبې ته وخوځېده

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت