BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:20 گرينويچ 2005 ,17 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې يوه بهرنۍ وگړې تښتول شوې ده
وسله والو د موټر ښيښې ماتې کړې او اغلۍ کنتوني يي وتښتوله
وسله والو د موټر ښيښې ماتې کړې او اغلۍ کنتوني يي وتښتوله

په افغانستان کې چارواکي وايي چې يوې جنايي ډلې منلې ده چې دوى په کابل کې د لويديځ د يوې مرستندويه ټولنې يو کارکونکې تښتولې ده.

د ايټاليې سفارت ويلي دي چې تښتول شوې کلمينتينا کنتوني ددوى دهيواد يوه وگړې ده خو په دې اړه يې نور جزوييات ډاگيزه کړې نه دي.

د کابل په قلعه فتح الله کى تيره شپه د اته نيمو بجو په شاوخوا کې د تښتونې ددغه پيښې له رامينځ ته کيدو نيولې بيا تر اوسه پوليس او امنيتي ارگانونه د پاملرنى د نړيوال سازمان د تښتول شوې ايټالوۍ کارکونکى کليمينتينا کنتوني د څرک د لگولو لپاره په منډو تړو دى .

د کورنيو چارو د وزارت وياند لطف الله مشعل بى بى سى ته وويل چې د ښار ټولې څلور لارې او له ښاره څخه وتونکي لارې تر بشپړې څارنې لاندي نيول شوي او د لټونو لپاره په کافي شمير کې ښځينه پوليسان هم گمارل شوي دي.

ددې تر څنگه ښاغلي مشعل د لټون د عملياتو د تابيا لپاره د دفاع او کورنېو چارو د وزارتونو، د ملي امنيت د رياست اود اتلاف او ايساف د ځواکونو له لوري د يوې گډې کميتې د جوړيدو خبره هم وکړه .

ها خوا په رسنيو کې داسي رپوټونه هم راغلي وو چې گواکي د غلو يوې ډلې د کورنيو چاروله وزارت سره د تلفوني تماس په ترڅ کې د پيښې پړه په غاړه اخيستې او د تښتول شوې ايټالوۍ کارکونکي دپريښودو په بدل کې يې له بند نه د خپلو ملگرو د خوشي کيدو غوښتنه کړي ده.

خو ښاغلى مشعل وايي چې دوى لاتر اوسه هم په دقيق ډول په دې نه پوهيږي چې په تښتونه کې د چا لاس دى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت