BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:11 گرينويچ 2007 ,15 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا: د فرانسويانو لپاره به طالبان خوشې نه کړو

ولسمشران کرزى او شيراک
دد فرانسې ولسمشر له خپل افغان سيال نه وړاندې غوښتي و چې د دوو يرغمل شويو فرانسويانو د خلاصون په برخه کې مرسته وکړي
د افغانستان د بهرنيوچارو وزير ډاکتر رنگين داد فر سپنتا وايي د يرغمل شويو فرانسويانو د آزادۍ په بدل کې بايد چې طالبان له بنده خو شي نه کړو.

دغه څرگندونې داسې مهال کيږي چې د فرانسې ولسمشر له خپل افغان سيال نه غوښتي چې د طالبانو له يرغمله ددوو فرانسويانو د خلاصون په برخه کې مرسته وکړي .

دخير ښيگڼو پر چارو بوخت دغه دوه تنه فرانسويان له دريو افغانانو سره نژدې دوه اوونۍ وړاندې ايران پولو ته ور څيرمه د نيمرو ز په ولايت کې وتښتول شول .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د يرغملو د خلاصون لپاره د تبادلې له دود سره مخالفت ښيي .
دى وايي د يرغمل نيوونکو غوښتنو په منلو او له بند څخه د طالبانو د بنديانو په خوشې کولو سره به، يرغمل نيونه په هيواد کې په يوه پايېدونکي بهير باندې بدل شي

هغه وويل: ''د افغانستان اسلامي جمهوريت به د قانون په چوکاټ كې او له مشروع لارې هڅه وکړي چې يرغمل شوي کسان خوشې شي . خو نه ښايي چې باج ورکولو ته غاړه کيږدو .''

دغه څرگندونې داسې مهال کيږي چې د فرانسې ولسمشر ژاک شيراک له وړاندې په ټيليفوني اړيکه کې له ولسمشر کرزي څخه غوښتنه کړې چې د طالبانو لخوا د يرغمل شويو فرانسويانو په خلاصون کې مرسته وکړي .

کاناډايي ټلوېزيوني شبکې سي بي سي په لومړي ځل ددغو يرغملو انځورونه خپاره کړل .
په دغو انځورونو کې فرانسوۍ ميرمنه او فرانسوى کارکونکي وايي له طالبانو سره دي او د هغوى له يرغمله د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه کوي .

تيره مياشت طالبانو د هيواد په سويل, د هلمند په ولايت کې, يو ايـټالوى او يو افغان خبريال د هغوى له موټر چلوونکي سره يرغمل کړل . ايـټالوى خبريال يې د پنځو جيگپوړو طالبانو د خلاصون په بدل کې خوشي کړ . خو څو ورځې وړاندې افغان خبريال اجمل نقشبندي يې وواژه .

ځينو د افغان خبريال وژنه هغه تاکتيک وباله چې گواکې د فرانسې حکومت ډاروي او هڅوي يې چې پر کابل فشار ډير کړي .

طالبانو د ايټالوى خبريال تر خوشي کولو وړاندې هم د هغه افغان چلونکى وژلى و چې د ځينو په وينا يې د روم فشارونه او هڅې گړندۍ کړي .

يو شمير شنونکي وايي کابل اوس د يوه سخت انتخاب سره مخامخ دى چې د پاريس فشارونو ته غاړه کيږدي او يا کوردننه له سختو نيوکو سره مخامخ شي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت