BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:30 گرينويچ 2007 ,11 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ډله ايټالوي مرستندويان ووتل

روغتيايي کارکوونکى په افغانستان کې
ايمرجنسي په افغانستان کې گڼ روغتونونه لري
د ايټالويانو له وتلو سره جوخت ملگرو ملتونو له بهرنيو موسسونه وغوښتل چې د هيواد په نازکو حالاتو کې افغانان يوازې پرېنږدي.

په کابل کې د ملگرو ملتونو د ادارې وياند عليم صديق دغه غوښتنه د هغو رپوټونو په تړاو وکړه چې ويل کيږي د ايټاليې لخوا چلېدونکې د ايمرجنسي په نامه د ايټالوي کارکوونکي نن له افغانستان څخه وتلي دي .

له افغانستان څخه د ايټالوي کار کوونکو دغه وتنه په ظاهره د هغې لانجې پر سر شوې چې ويل کيږي د د طالبانو له يرغمل څخه د ايټالوي خبريال د خوشې کېدو او د افغان خبريال اجمل نقشبندي د وژنې په تړاو د افغان حکومت اود دوى تر منځ رامنځته شوې وه .

افغان چارواکي له افغانستان څخه د ايټاليې لخوا د چلېدونکي ايمرجنسي په نامه د روغتونونو د ايټالوي کارکوونکو د وتلو په اړه له خبرو ډډه کوي او ناخبري ښيي .

له ايټاليې څخه په راغلو رپوټونو کې ويل شوي چې ددغه روغتون شاوخوا ٤٠ تنه بهرني کارکوونکي د چارشنبې په گهيځ د ملگرو ملتو په ېوې الوتکې کې له کابل څخه وتلي او دوبۍ ته رسېدلي دي . په دوى کې ٣٠ ايټالويان اواته نور د نورو هيوادونو وگړي ښودل شوي دي .

د ايمر جنسي دغه ايټـالوي کارکوونکي له افغانستان څخه د وتلو لامل هغه گواښ بولي چې ددوى په وينا په افغانستان کې ورسره مخامخ وو .

په دې اړه د هغوى لخوا په خپرې شوې يوې وينا کې په افغانستان کې د استخباراتو د چارواکو هغو خبرو ته اشار ه شوې چې ويلي دي چې گواکي ايمرجنسي داسې يو سازمان دى چې په افغانستان کې د ترهگرو او القاعدې ملاتړ کوي .

په روم کې د ايمرجنسي يوۀ جگپوړى چارواکى شاندرو گريپلو د افغان استخباراتو د ادارې د چارواکو دغه څرگندونې په کلکه ردوي او ټينگار کوي چې له حکومت سره په پوره همغږۍ سره ېې په بې پرې توگه په افغانستان کې خپلې چارې ترسره کولې .

ښاغلي گريپلو د ايمرجنسۍ د سازمان په اړه د افغان د استخباراتي چارواکو څرگندونې ځان ته گواښ بولي چې وايي له همدې کبله په موقت ډول له افغانستان څخه ووتل .

له افغانستان څخه د هغوى وتنه په هغې لانجې پورې تړلې ده چې د ځينو رپوټونو تر مخ د طالبانو له بند څخه د يرغمل شوي ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجيوکوما د خلاصون او د طالبانو له افغانستان څخه د هغوى وتنه هغې لانجې پورې تړلې ده چې لخوا د افغان خبريال اجمل نقشبندي د وژنې پر سر د افغان حکومت او د ايمرجنسي د ايټالوي چارواکو تر منځ رامنځته شوې وه .

حکومتي چاروا کي ادعا کوي چې د پنځو جگپوړو طالبانو د خلاصون د معاملې په بدل کې بايد چې افغان خبريال اجمل نقشبندي هم د ايټالوي خبريال سره يو ځاى د طالبانو له يرغمله خوشې شوى واى .

خو داچې دغه کار ونه شو، ويل کيږي چې افغان امنيتي چارواکو په دې کې ايټالويانو پورې اړوند د لشکر گاه په ښار کې د روغتون افغان مشر رحمت الله حنفي گرم کړ او له طالبانو سره د تړاو په تور يې هغه بندي کړ .ښاغلى ښاغلي حنفي په دغه چاره کې د حکومت او طالبانو تر منځ منځگړى و .

ښاغلى گريپو وايي دوى په دغط قضيه کې د طالبانو، افغان او ايټالوي حکومتو تر منځ د ښاغلي حنفي له لارې تش منځگړتوب کړى او په پرېکړو کې يې کومه ونډه نه درلوده . نوموړى وايي ښاغلى حنفي په دې چاره کې پړ نه دى او هسې نيول شوى .

ده وويل چې د ښاغلي حنفي نيول، د دوى په روغتونونو کې افغان کارکوونکي هم وېرولي دي .

په ظا هر ه داسې ښکاري چې همدغې نيونې ته په اعتراض د ايمرجنسي د روغتون دغه ايټالوي کارکوونکي له افغانستانه وتلي دي .

په کابل کې د ملگرو ملتو د سازمان د استازي ادارې وياند عليم صديق دا يو خواشينونکى خبر بولي چې د کومې مرستندويه ټولنې کارکوونکي دې دده په وينا په دغو نازکو حالاتو کې افغانستان پرېږدي .

هغه وويل: ''کله چې کومه مرستندويه ټولنه افغانستان ته راځي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، موږ يې هرکلى کوو. خو کله چې اورو چې کومه مرستندويه ټولنه او د هغې کارکوونکي له افغانستان څخه وځي، پر ملگرو ملتو سربېر ه دا د افغانانو لپاره هم خواشينونکى خبردى.''

ښاغلي صديق په افغانستان کې په کار بوختو موسسو باندي غږ وکړ چې افغانستان کې دې پاتې شي او له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي . ځکه نوموړى باور ښيي چې د ايمرجنسي د روغتون د کار کوونکو د وتلو په څير گامونه به د افغانانو ژوند اغيزمن کړي .

د ايټاليې لخوا چلېدونکي د ايمر جنسي سازمان په همدې نامه په کابل، پنجشيرزابل او دهلمند په ولايتونو کې روغتونونه او اتلسو زندانو کې روغتيا يي مرکزونه لري کارکوي چې د جگړې د قربانيانو درملنه کوي .

په افغانستان کې د رو غيتا وزارت چارواکي هم په دې اړه اندېښنه ښيي او وايې چې ددغو روغتونونو په کار کې خنډ او ځنډ به په سويل کې چې نښتې پکې زېاتې دي، د جگړې د قربانيانو په درملنه کې ستونزې رامنځته کړي.

خو د ايمرجنسي سازمان وايي دوى به بېرته افغانستان ته ورستانه شي که ددوى په وينا د هغوى په وړاندې شته خنډونه لرې شي او کار ته يې مناسب شرايط برابر شي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت