BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:50 گرينويچ 2006 ,11 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايټاليا: د افغان ستونزو حل ته نړيوال کانفرانس پکار دى

پريس کانفرانس
د نا امنيو ډيريده او د کوکنارو د کر پراختيا هغه څه دي چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير ترې د افغانستان په تړاو د لويو انديښنو په توگه يادونه وکړه .
له افغان ولسمشر حامد کرزي او د بهرنيو چارو له وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا سره تر خبرو وروسته خبريالانو ته د ايټاليا د هيواد د بهرنيو چارو د وزير ماسيمو دي اليما لومړنۍ څرگندونې د افغانستان د ستونزو په تړاوو د يوه نړيوال کنفرانس د جوړيدو پر وړانديز راټولي وي .

له څرگندونو داسې بريښيده چې ښاغلى اليما له افغان حکومت سر ه د خپل همدغه وړانديز د شريکولو په موخه کابل ته راغلى .

په افغان حکومت کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر رنگين دادفر سپنتا هم د خبريالانو په وړاندې د ايټاليا د حکومت له دغه وړانديز نه د خپل حکومت د ملاتړ يادونه وکړه .

په کابل کې د گډ خبري خبري کنفرانس په مهال دا هم وويل شول چې د افغانستان د گاونډيانو په گډون په دې هيواد کې راښکيله ټوله نړيواله ټولنه اود معتبرو نړيوالو سازمانونو استازي به دغه کنفرانس ته بلل کيږي .

د کنفرانس د وخت او د جوړيدو د ځاى يادونه ونه شوه خو ښاغلي اليما په ټينگار سره وويل چې د ايټاليا حکومت به له ځنډ پرته او په پوره ژمنتوب په دې اړه له نړيوالې ټولنې سره خبرې اترې پيل کړي .

د نا امنيو ډيريده او د کوکنارو د کر پراختيا هغه څه دي چې د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير ترې د افغانستان په تړاو د لويو انديښنو په توگه يادونه وکړه .

(( دا حقيقت چې د کوکنارو کر مخ په ډيريدو دى ، دا حقيقت چې د هيواد په ځينو سيمو کې نا امنۍ پراختيا مومي ، دا حقيقت چې دغه نا امنۍ له ځانه سره د بې گناه وگړو په گډون ملکي تلفات لري ، ټول هغه څه دي چې موږ يې انديښمن کړي يو . دا يوازې زما او زما د حکومت انديښنه نه بلکه د اروپايي ټولنې دننه د ټولو وگړو انديښنه ده . خو زموږ کلک باور دا دى چې افغانستان ته شا اړول د انديښنو د حل لاره نه ده . ځکه خو زموږ او د ټولې نړيوالې ټولنې گډه ژمنه دا ده چې دلته به د اوږدې مودې لپاره ښکيل پاتې کيږي . البته په دې توپير چې موږ بايد د خپل ماموريت پر اغيزمنتوب له سره غور وکړو او د پوځي ښکيلتيا تر څنگه په سياسي ، اقتصادي ، ټولنيز او کلتوري ډگرونو کې هم له پراخې ښکيلتيا سره رامخې ته شو . ))

ايټاليا دا مهال په افغانستان کې د راښکيلو لويديځو هيوادونو په کتار کې يوله هغو مخکښو هيوادونو دى چې د ناتو په مشرۍ د ايساف او د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونودواړو کې شاوخوا ١٨٠٠سرتيري لري .

په دې سربيره دغه هيواد له تيرو څلورو کلونو راهيسې د افغانستان په عدلي او قضايي نظام کې د سمون او اصلاحاتو په راوستو کې هم لويه ونډه لري .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت