BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:36 گرينويچ 2007 ,22 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ملا دادالله : يو بل افغان يرغمل مو وواژۀ

دادالله
د وسله والو طآلبانو قومندان دادالله د خبريال اجمل نقشبندي وژل هم په غاړه اخيستي و
وسلوال طالبان وايي د هغو پنځو افغان روغتيايې كاركونكو له جملې څخه يې يو تن وژلى چې څه كم يوه مياشت وړاندې يې دكندهار له ژيړۍ ولسوالۍ څخه تښتولي وه .

دسنګر يار په نوم تن چې ځان دطالبانو دپوځي قوماندان ملا دادالله نژدې ملګرى بولي بي بي سي ته وويل د دغو پنځو روغتيايې كاركونكو يوملګرى يې نن وروسته له هغه وواژۀ چې د ده په وينا افغان حكومتي چارواكو يې غوښتنو ته مثب ځواب ونه وايۀ .

سنګريار وويل تيره ورځ يې د كندهارله چارواكو څخه د دغوپنځو روغتيايي كاركونکو په بدل كې دخپلودريو ملګرو دخوشي كيدو غوښتنه كړې وه .

دۀ د وژلي شوي کس نوم وانه خيست او دا يې هم ونه ويل چې وژل شوى تن د طبي کارکوونکو موټر چلونکى و که د درملونکو له ډلې څخه و .

دغه طالب دخپلو بندي ملګرو نومونه ونه ويل اوګواښ يې وكړ كه يې د رواني اونۍ ترپايه حكومت غوښتني ونه مني نو ورسره پاته څلور نور كاركونكي به هم ووژني .

وسلوالو طالبانو تيره ورځ دهغه دوو فرانسوي مرستندويانو دخوشي كولو په بدل كې هم افغان حكومت اود فرانسې چارواكو ته خپلې غوښتني وړاندې كړې وې چې درې اونۍ وړاندې يې په نيمروز ولايت كې يرغمل كړي وه .

خو د طالبانو د دغسې غوښتنو په اړه څو ورځې وړاندې دافغانستان دبهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا يوې مطبوعاتي غونډې ته د يرغملو د خلاصون لپاره د تبادلې له دود سره مخالفت ښولى و او ويلي يې وۀ د افغانستان اسلامي جمهوريت به د قانون په چوکاټ كې له مشروع لارې هڅه وکړي چې يرغمل شوي کسان خوشې شي . خو د دۀ په وينا به باج وركولو ته غاړه نه ږدي .

دغو پنځوكسانو چې دكندهار دعامې روغتيا له رياست سره يې كاركاوه درې نيمې اونۍ وړاندې هغه مهال وسلوالو طالبانو وتښتول چې دكندهار له ژيړۍ ولسوالۍ څخه دكندهار ښار پرلور روان وه .

وسلوالو طالبانو له دې وړاندې يو افغان خبريال اجمل نقشبندي هم وروسته له هغه وژلى وو چې د دوى په وينا افغان چارواكو يې غوښتنو ته مثب ځواب ونه اويه .

په دې وروستيو دوو مياشتو کې طالبانو درې بهرني او ١٠ افغانان تښتولي دي . د دغو تښتول شويو له ډلې څخه يې تر اوسه درې افغانان وژلي يو ايټاليايي خبريال يې خوشي کړى او د اوو افغانانو سره څنگنه دوه فرانسوي مرستندويان لا هم ورسره دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
رسنۍ د اجمل په وير کېناستې
10 اپريل, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت