|
طالبانو د يرغمل شويو لپاره شرطونه په ډاگه کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
وسلوال طالبانو په لومړي ځل د هغو دوو فرانسوي كاركونكو دخوشي كولو په اړه خپل غبرګون په ډاګه كړى چې څه موده وړاندې يې دنيمروز په ولايت كې يرغمل كړي وۀ . وسلوالو طالبانو په يوې خبرپاڼې كې د دغو فرانسويانو دخوشي كولو په بدل كې له كابل اوپاريس څخه دوه غوښتنې كړي دي. دا غوښتنې يې په داسې حال کې شوي چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې په څو ورځو کې کيدونکې دي . د دغو غوښتنو لومړنۍ هغه دا ده چې دفرانسې هېواد به خپل ټول سرتيري په روانه اونۍ كې له افغانستان څخه باسي ، اوله افغان حكومت څخه يې غوښتنه داده چې د دغو دوو فرانسويانو په بدل كې به د دوى بندي ملګري ور خوشي كوي . وسلوال طالبان وايي هغه مهال به دخپلو بندي ملګرو شميره په ډاګه كړي چې افغان حكومت ورسره خبرو ته كښيني . طالبانو ګواښ كړى كه يې دغه غوښتنې د راروانې اونۍ ترپايه ونه منل شوې نو ورسره بندي فرانسوي مرستندويانو ته به سزا وركوي . طالبانو دسزا ډول نه دى په ډاګه كړى . د طالبانو د دغو غوښتنو په اړه په پاريس کې د چارواکو له خولې يوازې دومره ويل شوي چې دغه خبرې يې لوستي او نوټ کړي دي خو دكابل غبرګون لا له وړاندې د بهرنيو چارو وزير رنګين دادفر سپنتا روښانه كړى وو . ښاغلي سپنتا څه موده وړاندې يوې مطبوعاتي غونډېته د يرغملو د خلاصون لپاره د تبادلې له دود سره مخالفت ښولىو او ويلي يې وۀ د افغانستان اسلامي جمهوريت به د قانون په چوکاټ كې له مشروع لارې هڅه وکړي چې يرغمل شوي کسان خوشې شي . خو د دۀ په ويناب به باج وركولو ته غاړه نه يږدي . ښاغلي سپينا دخپل حكومت دريځ وروسته له هغه په ډاګه كړ چې دفرانسې ولسمشر ژاك شيراك له ولسمشر كرزي څخه دخپلو فرانسوي كاركونكو په را خوشي كولو كې مرسته وغوښتله . له دغو فرانسويانو سره درې افغانان هم دي چې يو يې موټرچلونكى يو يې ساتونكى اوبل يې هم ډوډۍ پخونكى دى . دغو پنځو سرو کسانو له يوې فرانسوي مرستندويې موسسې (( زموږ د ماشومانو لپاره نړۍ )) ته کار کاوۀ . دوى د روانې عيسوي مياشتې پرپنځمه نېټه هغه مهال د وسلوالو طالبانو لخوا وتښتول شول چې له نيمروز ولايت څخه يې هرات ولايت ته سفركاوۀ . وسله والو طالبانو د هغو پنځو طبي کارکوونکو په باب لا تر اوسه څه نه دي ويلي چې د کندهار په ولايت کې تښول شوي و . دغه پنځه سره کسان افغانان دي او د فرانسوي مرستندويانو تر تښتونې وړاندې لا يرغمل نيول شوي و . | ورسره تړلي نور خبرونه شيراک د فرانسويانو خوشي کيده وغوښتل13 اپريل, 2007 | خبرونه طالبان : دوه فرانسوي مرستندويان مو تښتولي05 اپريل, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||