|
رسنۍ د اجمل په وير کېناستې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغان خبريالانود ټولنو له غوښتنې سره سم، په افغانستان کې يو شمېر ډله ييزو رسنيو، د طالبانو لخوا د افغان خبريال اجمل نقشبندي د وژنې په وړاندې د احتجاج په توگه سر له نن څخه د ېوې اوونۍ لپاره د طالبانو د خبرونو خپرول درولي دي. يو شمېر ورځپاڼو بيا د ښاغلي نقشبندي د وژنې په وير د خپلو لومړيو مخونو ځيني برخې په تور رنگ سره چاپ کړي دي . طالبانو يوه مياشت مخکې دغه افغان خبريال له يوه ايټالوي خبريال سره د هيواد په سويل د هلمند په ولايت کې يرغمل کړى و چې ايټالوى خبريال خوشې شو او دى يې دوه ورځې وړاندې وواژه . د طالبانو لخوا د افغان خبريال اجمل نقشبندي د وژنې په وړاندې د احتجاج په توگه ديوې اوونۍ لپاره د هغوى له خبرونو سره د پرېکون غوښتنې ته په بيلابيلو رسنيو کې په توپير سره غبرگون ښودل شوى . د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون او ځينو شخصي تلويزيونونو او راډيوگانو په طالبانو پورې اړوندو خبرونو له خپرولو ډډه کړې. له افغانستانه ورهاخوا، د پاکستان پښتو ژبې شخصي تلوېزيون، خيبر، هم له طالبانو څخه د خبرونو نه اخيستلو له پرېکون سره يو ځاى شوى. دغه رسنۍ طالبانو پورې د تړلو پيښو په رپوټولو کې د طالبانو له خولې څه نه وايې او له هغوى سره مرکې نه کوي .
همدارنگه په دغو رسنيو کې ښاغلي نقشبندي ته د درناوى لپاره، په افغانستان کې د ماسپښين په ٣ بجو باندې چې ټيک د نوموړي د وژنې له مهال سره سمون خوري، د څو شيبولپاره چوپتيا هم غوره شوه. دغه بنديز پر طالبانو د فشار د راوستو يو گام بلل کيږي. خو داچې په څومره کې به دوى له دې گامه اغيزمن کيږي، دا هم نه دى معلوم. ځکه طالبانو له پخوا څخه دا شکايت درلود چې گواکې په ځينو رسنيو کې د هغوى خبرونو ته پاملرنه نه کيږي . همدارنگه دکابل ښار په زړه کې د زرنگار په پارک کې د اجمل نقشبندي په ياد د تر سلو زياتو خبريالانو او خلکو د هغه داېښودل شوي انځور ترڅنگ دگلونو گيډۍ کېښودلې او په يوه ځانگړې کتابچه کې يې د هغه په اړه ياداښتونه وليکل . افغان خبريال اجمل نقشبندي نژدې يوه مياشت د مخه له يوه ايټالوي خبريال سره، د افغانستان په سويل د هلمند په ولايت کې د طالبانو له خوا ونيول شو . ايټالوى خبريال له بند څخه د پنځو مهمو طالبانو د خلاصون په بدل کې خوشې شو خو طالبانو دوه ورځې وړاندې اجمل نقشبندي وواژه . | ورسره تړلي نور خبرونه د اجمل پر وژنه رسنيو له طالبانو سره پرېکون وکړ09 اپريل, 2007 | خبرونه طالبان: اجمل نقشبندي مو وواژه08 اپريل, 2007 | خبرونه ډانيل ملادادالله ته: اجمل پرېږدئ!07 اپريل, 2007 | خبرونه ملا دادالله ته د خبريالانو ليک: اجمل خوشې کړئ04 اپريل, 2007 | خبرونه م.م د افغان خبريال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه26 مارچ, 2007 | خبرونه 'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'25 مارچ, 2007 | خبرونه د ايټالوي خبريال له معاملې وروسته وېرې او اندېښنې24 مارچ, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||