BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:20 گرينويچ 2007 ,09 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د اجمل پر وژنه رسنيو له طالبانو سره پرېکون وکړ

اجمل نقشبندي
اجمل نقشبندي له طالبانو سره له يوه مياشت بند وروسته ووژل شو، خو له ده سره ملگرى ايټالوى خبريال د يوې معاملې په ترڅ کې خوشې شو
د ازاد خبريال اجمل نقشبندي له وژنې يوه ورځ وروسته، په افغانستان کې د ډله ييزو رسنيو استازو او خبريالانو پرېکړه کړې چې د يوې اوونۍ لپاره د طالبانو خبرونه خپاره نه کړي.

د بېلابېلو خبري ادارو استازو په هغه غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پارلمان په ودانۍ کې جوړه شوې وه، همدارنگه پرېکړه وکړه چې سبا (سې شنبه) به ټولې رسنۍ د ماسپښين په ٣ بجې د دوو دقيقو لپاره د ماتم په توگه چوپتيا کوي.

په دې سربېره، د طالبانو په لاس د نقشبندي وژنې د هيواد په لروبر کې د خبريالانو، سياسي کړيو، مدني ټولنو او عامو وگړو کرکه راپارولې ده.

ولسمشر حامد کرزي، په کابل کې د ملگرو ملتونو دفتر، د افغان خبريالانو ټولنو او ولسي جرگې د طالبانو ددغې کړنې سخته غندنه کړې ده .

د ولسمشر کرزي دفتر په يوه خبرپاڼه کې د ښاغلي نقشبندي وژنه يو 'وحشي او نا انساني' کړنه بللې.

خبرپاڼه وايي: ''د طالبانو له لورې د يوۀ بهرني خوشې کول او د دوو افغانانو سرپرېکول دا ښيي چې طالبانو د پرديو په اشاره د افغانانو وژنې او د افغانستان ورانولو ته ملا تړلې ده. ''

په افغان او بهرنيو رسنيو کې کارکوونکو په لسگونو افغان خبريالانو په يوه بېله غونډه کې نن سهار دلته په پلازمينه کې يوه په دقيقه چوپتيا سره د خپل دغه وژل شوي ملگري درناوى وکړ .

د افغانستان په يو شمير نورو ښارونو کې هم د خبريالانو له خوا د ورته غونډو رپوټونه ورکړل شوي دي .

د رسنيو استازي د اجمل وژنې ته په غبرگون کې له طالبانو څخه د خبر اخيستلو پرېکون اعلانوي
په کابل کې د بېلابېلو خبري رسنيو استازو په يوه خوله د طالبانو له لورې د اجمل نقشبندي وژنه وغندله او په غبرگون کې يې له هغوى څخه د خبرونو د اخيستلو پرېکون اعلان کړ

په کابل کې د ملگرو ملتو د دفتر يوۀ وياندحليم صديق په يوه خبري غونډه کې وويل: ''موږ دغه بېرحمانه وژنه غندو او له چارواکو څخه غوښتنه کوو چې پع دغې وژنه کې ښکېل کسان محاکمې ته راوکاږي .''

په ولسي جرگې کې د خلکو يو شمېر استازو هم ددغې وژنې غندنه وکړه او لارښوونه وشوه چې د جرگې ديني او کلتوري کميسيون دې په دې اړه غور وکړي .

خو د دغه کميسيون يوۀ غړي، معين مرستيال، د هغه څه په وړاندې د احتجاج په توگه چې ويل يې ولسي جرگې د اجمل نقشبندي د خلاصون لپاره پوره هڅې نه دي کړي، دکميسيون له غړيتوب څخه لاس پرسر شو.

له کابل نه خپرېدونکو ورځپاڼو هم نن د اجمل نقشبندي د وژنې غندنه کړې او ځينو يې د احتجاج په دود خپلې پاڼې تورې کړي دي .

د افغانستان له بېلا بېلو ولايتونو څخه په راغلو رپوټونو کې هم ويل شوي چې افغان خبريالانو د احتجاجي غونډو په ترڅ کې د طالبانو پر غندنې سربيره له حکومته هم غوښتنه کړې چې د افغان خبريالانو د ژوند د خوندې کولو لپاره له مسوليته ډک چلن وکړي .

بل خوا، افغان حکومت وايي چې طالبانو ښاغلى نقشبندي په داسې مهال وواژه چې گواکې د هغه د خلاصون په اړه د طالبانو او امنيتي ارگانونو تر منځ خبرې اترې روانې وې .

د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم يوې خبرې ناستې ته وويل د نقشبندي د وژنې د خبر تر خپراوي د افغان دولت هڅې گړندۍ روانې وې.

نوموړي وويل له دې نه داسې څرگنديږي چې طالبانو د هغه خوشې کول نه غوښتل، نو ځکه يې له ټاکل شوې نيټې وړاندې وواژه.

ايټالوي خبريال ډانيل ماستروجياکومو، چې له اجمل سره يوځاى نيول شوى و، خو دى د ٥ طالب بنديانو په بدل کې ازاد شو
اجمل نقشبندي له ايټالوي خبريال ډانيل ماسټروجياکومو سره يوځاى د تېر کب په ١٤مه په هلمند کې وسلوالو طالبانو تښتولى و، خو ايټالوى د ٥ طالب بنديانو په بدل کې ازاد شو

ښاغلي خرم وويل طالبانو غوښتل د اجمل نقشبندي په وژلو سره د حکومت په وړاندې د خلکو کرکه راوپاروي.

هغه ټينگار وکړ چې آن د ايټالوي خبريال د راخوشې کيدو پر مهال پريکړه دا وه چې اجمل به له هغه سره يو ځاى خوشې کيږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي چې هغه مهال اجمل د تبادلې ځاى ته نژدې راوستل شوى و، خو پرې نه ښودل شو. ده زياته کړه دا لومړى ځل نه دى چې طالبان په خپلو ژمنو پښې ږدي.

په هلمند کې سيمه ييز چارواکي وايي دوى د اجمل نقشبندي مړى په هزار جفت ولسوالۍ کې موندلى او ډېر ژر به يې د هغه کورنۍ ته وسپاري.

ښاغلى نقشبندي له ايټالوي خبريال ډانيل ماسټرو جياکومو او د هغه له موټر چلوونکي سره يوځاى د تير کب پر څوارلسمه د هلمند ولايت له نادعلي ولسوالۍ نه وسلوالو طالبانو تښتولى و.

موټر چلوونکى سيد اغا تر نيولو څو ورځې وروسته د طالبانو واوژه، خو ايټالوي خبريال ١٤ ورځې وروسته له بند څخه د پنځو طالب مشرانو د خوشې کولو په بدل کې پرېښودل شو.

د اجمل نقشبندي د وژنې خبر لومړى تېره ورځ د طالبانو د جگړې د ميدان قومندان ملا داد الله وياند، شهاب الدين اتل، ورکړ.

که د خبري رسنيو نننى شلون پرېکنده وخېژي، دا کېداى شي د طالبانو له خولې په افغانستان کې تر يوې اوونۍ پورې وروستى خبر وي.

ورسره تړلي نور خبرونه
'اجمل نقشبندي دې خوشى شي'
25 مارچ, 2007 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت