BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:56 گرينويچ 2007 ,30 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په تازه تاوتريخوالي کې ١٠ کسان وژل شوي

تر ټولو لويه مرگ ژوبله په کندهار کې پوليسو ته اوښتي ده
په تېرو کلونو کې به جگړه د کندهار په ولسواليو کې کېده، خو سږ کال څو ځلې پوليس او طالبان د ښار په کوڅو کې هم سره نښتي
په کندهار کې په دوو جلا- جلا پېښو کې شپږ پوليس، په پکتيا کې درې ولسي خلک او په غزني کې يو امنيتي ساتونکى وژل شوي دي.

د کندهار سيمه ييز چارواکي وايي دوه پوليس په ښار کې د يکشنبې پر ماسپښين هغه مهال ووژل شول او دوه نور ټپيان شول چې يو بم يې غوښتل شنډ کړي.

بم په دوراهي سيمه کې تر يوۀ پلچک لاندې اېښودل شوى و او د چاودنې لامله يې کابو ټول ښار ولړزېد.

څرنگه چې په سيمه کې هټۍ له مخکې بندې شوې وې او سړکونه تړل شوي ول، چاودنې يوازې هغو پوليسو مرگ ژوبله واړوله چې د بم پر شنډونې اخته وو، او بل چاته زيان ونه رسېد.

همدلته تېره شپه د پوليسو پر پوسته وسله والو طالبانو بريد کړى او څلور پوليس يې وژلي دي. د کندهار امنيتي چارواکي وايي له بريده وروسته پوليس له وسله والو سره ونښتل چې طالبانو ته يې هم مرگ ژوبله واړوله. خو وايي په لويه وياله سيمه کې په بريد کې درې پوليس ځاى پر ځاى ووژل شول او يو روغتون ته پر لارې ومړ.

په تېرو کلونو کې به عموما جگړه د کندهار په ولسواليو کې کېده، خو سږ کال څو داسې پېښې وشوې چې امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان د ښار په کوڅو کې سره نښتي.

په کندهار کې د درېيمې پېښې خبر د ناټو ځواکونو ورکړى چې وايي يوې چورلکې يې هوايي ډگر ته څېرمه بېړنۍ ناسته کړې، خو چاته پکې زيان نه دى رسېدلى. وايي بېړنۍ ناسته د چورلکې په ماشين کې د څۀ خرابي لامله شوې ده چې په اړه يې لاهم پلټنې روانې دي.

په پکتيا او غزني کې وژنې
هاخوا په پکتيا ولايت کې د ناټو ځواکونو او طالبانو تر منځ په جگړه کې درې ولسي خلک وژل شوي دي. ناټو ځواکونو په يوې خبرپاڼه کې منلې چې جگړې له وسله والو طالبانو سربېره د دريو ولسي خلکو په وژنه تمامه شوې ده.

وايي په جگړه کې افغان پوځيان هم له دوى سره ملۀ ول. خبرپاڼه زياتوي چې په جگړه کې يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نيول شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي دغه جگړه په گرده څېړۍ ولسوالۍ کې تېره ورځ شوې ده. ناټو ځواکونو مخکې همدلته د خپل يوۀ سرتېري د وژل کېدلو خبر هم ورکړى و.

بلخوا په غزني کې د سړک جوړونې د يوۀ سيمه ييز شرکت پر وسله والو ساتونکو باندې بريد کې يو ساتونکى وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوي دي.

د خوگياڼو ولسوالۍ ولسوال قدرت الله غوثي وايي پېښه نن سهار وختي هغه مهال وشوه چې طالبانو د سړک جوړونې د ساتونکو پر يوۀ گاډي د توغندويو بريد وکړ. وايي له پېښې وروسته يې په سيمه کې د حکومت مخالفو وسله والو پر ضد عمليات پيل کړي دي.

طالبانو د روژې مياشتې له پيله راهيسې د نصرت (بريا) په نامۀ پوځي عمليات اعلان کړي چې وايي موخه يې په ټول هېواد کې د حکومتي او نړيوالو ځواکونو د موخو په نښه کول دي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت