|
ټلواله:نژدې٤٠طالب جنگيالي ووژل شول | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا پوځ د يوې وينا په خپرولو سره ويلي دي ، د هيواد په سوېلي ولايت کندهار کې افغان او دنړيوالې ټلوالې سرتيرو له ٤٠ ډير مشکوک اورپکي وژلي دي . جگړه د کندهار د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې وشوه چې دڅو مياشتو راهيسې د جنگ جگړو ډگر گرځيدلې ده . د امريکا پوځ وايي چې د تيرو لسو ورځو راهيسې گډو ځواکونو دغلته نژدې ٢٠٠ تنه ياغيان وژلي دي . وينا وايي چې شاوخوا لس تنو اورپکو د شاولي کوټ ولسوالۍ د الکوزي کلي ته څيرمه د افغان او نړيوالو ځواکونو پر گزمې ډزې وکړې او وروسته يې بياد ١٥٠جنگياليو له لارې ځان پياوړى کړ . د ايتلافي ځواکونه وايي چې دوى بيا د کوچنيو وسلو په کارولو سره د بريد ځواب ورکړ او دټلوالې پرهوايي ځواک يې غږ وکړ چې داورپکو مورچه پررهبري شوې وسلې ويجاړه کړي . وينا وايي چې همدلته له څلويښتو څخه ډير طالب جنگيالي ووژل شول اودا چې ايتلافي ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى . خو ددې لپاره چې د جگړې سيمه ډيره ليرې پرته ده ، دا ډيره سخته ده چې په خپلواک ډول ددغې پيښې پخلى وشي . د طالبانو او ايتلافي ځواکونو ترمنځ نښتې د تيرو څو اونيو راهيسې ډيرې شوي دي . پوځي چارواکي وايي چې د روان کال په لړ کې له ٤٠٠٠ څخه ډير کسان ددغو نښتو په ترڅ کې وژل شوي دي چې ډيرى يې طالبان دي . | ورسره تړلي نور خبرونه چارواکي:ناچاودلي توکي حکومت ته گواښ دى05 سپتمبر, 2007 | افغانستان په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان په غزني کې بمباريو طالبان 'او کليوال' وژلي05 سپتمبر, 2007 | افغانستان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||