BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
چارواکي:ناچاودلي توکي حکومت ته گواښ دى

جنرال بهير
جنرال محمد شفيع بهير د هغو چاودونکو توکو په اړه غږيده چې طالبان يې په ځانمرگو بريدونو او واټ د غاړې په بمي بريدونو کې کاروي .
د افغانستان ددفاع وزارت وايي چې په هيواد کې د چاودونکو توکو پراخ شتون د ملي حاکميت په وړاندې گواښ دى .

ددفاع وزارت يو لوړ پوړي چارواکي وويل چې له دغو توکو څخه طالبان بمي بريدونو د ترسره کولولپاره کار اخلي .

داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې طالبانو له ايران او چين څخه چاودونکي توکي ترلاسه کړي دي خو چارواکي وايي چې په دې اړه ډير شواهد په لاس کې نه لري.

جنرال محمد شفيع بهير د هغو چاودونکو توکو په اړه غږيده چې طالبان يې په ځانمرگو بريدونو او واټ د غاړې په بمي بريدونو کې کاروي .

ده وويل چې د جنورۍ د مياشتې راهيسې دطالبانو په بريدونو کې نژدې ٢٢٧ تنه ملکي افغانان وژل شوي دي .

جنرال بهير دمرگ ژوبلې هغه شميره ونه ښوده چې دغه ډول بريدونو افغان او نړيوالو ځواکونو ته اړولې ده خو دومره يې وويل چې په افغانستان کې د چاودونکو توکو کارول ملي حاکميت ته لوى گواښ دى :

(( په اوسنيو شرايطو کې له ليرې کنټروليدونکي ماينونه او ناچاودل شوي توکي ملي واکمنۍ ته سترگواښ دي .

طالبان له افغان او نړيوالو ځواکونو سره د مخامخ جگړې وس نه لري .

دوى د ويرې د اچولو لپاره خپل ډير پام د واټ د غاړې پر بمي بريدونو ورټول کړى دى چې ځينې وخت يې په ښارونو کې هم ترسره کوي .

دوى دغه بمونه د الکترومقناطيسي څپو له لارې الوزوي .))

په يو خبري کنفرانس کې دده ترڅنگ دنړيوالو سوله ساتو ځواکونو او دافغانستان د کورنيو چارو وزارت ويندويان هم ناست وو.

دوى د هغوادعاو په اړه چې ايرانۍ او چينايي وسلې د طالبانو لاس ته لويدلي دي ډير جزيات ورنکړل او وېويل تر اوسه ددوى لاسته داسې اسناد نه دي ورغلي چې ددغو ادعاو پخلى وکړي .

په دې وروستيو کې برتانيا چين ته شکايت کړى چې چينايي وسلې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د برتانوي سرتيرو په وړاندې کارول کيږي .

چينايي چارواکو ويلي دي چې دوى په دې اړه پلټنې کوي .

خو له دې وړاندې پر ايران تور لگول شوى چې په هغه هيواد کې جوړ ماينونه او چاودونکي توکي د طالبانو لاسته لويدلي دي .

تيره مياشت چې د ايران ولسمشرد يوې ورځې لپاره د افغانستان په سفر راغى، امنيتي ځواکونو د هيواد په شمال کې يو شمير ايراني چاودونکي توکي او وسلې په ډاگه کړې چې ددوى په وينا د حيرتانو په ښارگوټي کې نيول شوي وو .

ورسره تړلي نور خبرونه
'طالبان چينايي وسلې تر لاسه کوي'
04 سپتمبر, 2007 | افغانستان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت