BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:01 گرينويچ 2007 ,04 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
'طالبان چينايي وسلې تر لاسه کوي'
طالبان
طالبانو خپله هم ويلي چې په وروستيو کې يې پرمختللې وسلې ترلاسه کړې، خو دا يې نه دي ويلي چې له کومه ځايه
برتانيې په پټه بېجينگ ته شکايت کړى چې په چين کې جوړې شوې وسلې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو لخوا د برتانوي ځواکونو په ضد جگړه کې کارول کېږي.

بي بي سي ته ويل شوي چې پر برتانوي او امريکايي سرتېرو باندې له بريدونو وروسته څو ځلې چينايي وسلې د جگړې په سيمه کې موندل شوې دي.

چينايي چارواکو د دغې موضوع په اړه د پلټنې ژمنه کړې ده.

داسې ښکاري چې دا لومړى ځل دى چې برتانيا چين ته دا ورپه گوته کوي چې څه ډول د دوى وسلې په افغانستان کې د طالبانو لاس ته ورځي.

يوۀ برتانوي چارواکي په وروستيو کې په بېجينگ کې د بهرنيو چارو په وزارت کې د يوې غونډې په ترڅ کې خپله ژوره اندېښنه په دې اړه په ډاگه کړې ده.

کله چې د چين د بهرنيو چارو له وزارت څخه د دغو اندېښنو په اړه پوښتنه وشوه، هغوى په تېر جولاى مياشت کې د خپل وياند قين گانگ څرگندونو ته اشاره وکړه چې ويلي يې و د چين وسلې له نړيوالو مسوليتونو سره سم بهر ته صادېږي.

برتانوي ځواکونه په افغانستان کې
برتانوي چارواکو خپله ژوره اندېښنه ښوولې چې په چين کې جوړې شوې وسلې له کومه طالبانو ته ورسېږي

وسله والو طالبانو په خپل وار په وروستيو کې ويلي چې دوى اوس ځينې پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي، که څه هم دا يې نه دي ويلي چې له کومه ځايه.

افغان چارواکو هم بي بي سي ته په خبرو کې منلې چې د طالبانو په واک کې اوس پرمختللې چينايي وسلې شته. د دوى په خبره، په دغو چينايي وسلو کې له ځمکې نه هوا ته توغندي، د الوتکو ضد توپکې، ځمکني ماينونه، د اوږې د سر توغندي او د سړک د غاړې بمونو پرزې شاملې دي.

يوۀ لوړپوړي افغان چارواکي بي بي سي ته وويل: '' موږ خبر يو چې له طالبانو سره چينايي HN-5 ډوله د الوتکي ضد توغندي شته... او موږ پر دې اندېښمن يو چې طالبان دغه وسلې له کومه ځايه ترلاسه کوي، ځينې يې په وروستيو کې په چينايي فابريکو کې جوړې شوې دي.''

يوۀ بل افغان چارواکي چې له ترهگرۍ ضد چارو سره سر و کار لري وايي: ''له ډېرى چينايي وسلو څخه د هغوى سيريال شمېرې او نور معلومات گډ شوي وي، او دا موږ ته کابو ناشونې ده چې وپوهېږو دغه وسلې له کومه ځايه راځي، خو موږ خپله اندېښنه له چينايانو او امريکايانو سره شريکه کړې ده. ''

افغان حکومت چين د يوۀ داسې ملگرى هېواد په توگه گڼي چې په افغانستان کې له لاسوهنې سره چندان لېوالتيا نه لري. خو د ترهگرۍ ضد چارو چارواکى وايي: ''چين په سيمه کې د امريکا د شتون لامله اندېښمن دى.''

طالبانو په وروستيو کې خپل بريدونه زيات کړي دي
 له ډېرى چينايي وسلو څخه د هغوى سيريال شمېرې او نور معلومات گډ شوي وي، او دا موږ ته کابو ناشونې ده چې وپوهېږو دغه وسلې له کومه ځايه راځي، خو موږ خپله اندېښنه له چينايانو او امريکايانو سره شريکه کړې ده.
يو افغان چارواکى

د افغانستان سويل له څو لسيزو راهيسې په چين کې له جوړو شويو وسلو څخه ډک دى، چې ځينې يې په مارکېټ کې په خورا ټېټه بيه موندل کېداى شي.

په تېر کې، طالبانو دغه وسلې د پاکستان د استخباراتو ISI له لارې ترلاسه کولې او يا به يې مخامخ د وسلو له قاچاق وړونکو څخه اخيستلې.

خو دا اوس بېخې له امکانه ليرې ښکاري چې آى ايس آى دې اوس طالبانو ته د الوتکو ضد توغنديو يا زغره څېروونکو مهماتو د ترلاسه کولو اسانتيا برابره کړې وي.

له افغان پولې سره نژدې په قبايلي سيمو کې له اورپکو سره د پاکستان د پوځ اړيکې د ١١م سپتمبر له پېښې وروسته سختې خرابې شوې – وروسته له هغه چې متحدو ايالاتو پر ولسمشر مشرف فشار واچاوۀ چې د پاکستان په خاوره کې د طالبانو او القاعدې ډلې وځپي.

نو که طالبانو دغه پرمختللې وسلې ترلاسه کړې واى، لومړى به يې د پاکستاني پوځ پر ضد کارولې واى. دا د چين په گټه هم نه ده چې پاکستان مېشتې اورپکې پر وسلو سمبال کړي.

امريکايان پر ايران شک لري چې طالبانو ته د وسلو لېږلو اسانتيا برابروي

په وروستيو کلونو کې په پاکستان کې چينايي کار کوونکي څو ځلې د اورپکو لخوا په نښه شوي دي. د ادعاوو له مخې د دغو بريدونو موخه د پاکستاني پوځ لخوا په قبايلي سيمو کې د چين له سينکيانگ ولايت څخه د راتښتېدلو سختدريځه يوغور مسلمانو مشرانو په ضد د عملياتو غچ اخيستنه وه.

نو د پاکستان پر ځاى چې د دغو وسلو د تېرېدلو ټکى دې وي، تر دې زياته گوته د ډېرو کتونکو لخوا د ايران خوا ته نيول کېږي.

افغان حکومت له ډېر پخوا راهيسې په خصوصي توگه منلې چې د ايران څارگرې ادارې د سپتمبر له يوولسم راپدېخوا د افغانستان په سويل کې فعالې دي.

ايران په دې هڅه کې دى چې بالواسطه داسې شبکې جوړې کړي چې د تهران پر اټومي موسسو باندې د کوم احتمالي بريد په ځواب کې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو بريدونه وکړي.

شيعه ايران او سني طالبان له ١٩٩٨ ميلادي کال راهيسې د يو بل سخت دښمنان دي. په همدغه کال وروسته له هغه چې طالبانو نهه ايراني دپلوماتان يوځايي په مزارشريف کې ووژل، ايران گواښ وکړ چې د افغانستان پر لوېديځ باندې به بريد وکړي.

 ايران په دې هڅه کې دى چې بالواسطه داسې شبکې جوړې کړي چې د تهران پر اټومي موسسو باندې د کوم احتمالي بريد په ځواب کې په افغانستان کې پر امريکايي ځواکونو بريدونه وکړي

خو وختونه اوس بدل شوي دي. متحد ايالات اوس د دواړه گډ دښمن دى او په افغانستان کې جگپوړو امريکايي قومندانانو د تهران او طالبانو تر منځ د پرمختلونکو اړيکو پخلى کړى دى.

اوس د امريکا او برتانيا دواړو لپاره چين يوه معما ده.

امريکايي چارواکو چې نومونه يې نه دي ښوول شوي په وروستيو کې ويلي چې چين پر ايران وسلې پلوري او ايران يې بيا په افغانستان او عراق کې وسله والو ته تېروي.

چين د خپل غوړېدونکي اقتصاد او د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې د دايمي څوکۍ لامله د نړۍ پر مخ يو مهم هېواد جوړ شوى.

چين د برتانيې يو لوى تجارتي ملگرى دى اود لندن اقتصاد د چين له ارزانه توکو څخه ښه گټه پورته کړې ده.

اسيا ته د لومړي وزير گورډن براون نوي ټاکل شوي وزير مارک ملوچ براون له خبريالانو سره تېره اونۍ ومنله چې نور هېوادونه بايد له چين سره مرسته وکړي چې کارونه يې په ننۍ نړۍ کې پرمخ ولاړ شي.

اوس بايد چين وښيي چې د کارونو پرمخ بيول دا مانا هم لري چې په ناقانونه توگه يې د هغو سړو لاسونو ته د وسلو د رسېدو مخه ونيسي چې برتانوي سرتېري وژني.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت