BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:33 گرينويچ 2004 ,12 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې بايد تر جوزا وسلې ټولې شي
News image
جنرال اعظيمي وايي درنې وسلې غونډې شوي اوس بايد سپکې وسلې ټولې شي .
د افغانستان د دفاع وزارت اعلان کړى دى چې د راتلونکي عيسوي کال تر جون يا د نوي لمريز کال تر غبرگولي پورې دې په دغۀ هيواد کې ټولې په وسله سمبالې ملېشې خپلې وسلې وسپاري که نه نو تر هغه وروسته به يې وسلې قانوني دريځ نه لري .

د دفاع د وزارت وياند جنرال ظاهر اعظيمي وويل دا پريکړه يې د بن له تړون سره سمون خوري چې وايي تر دغۀ ياد شوي وخت پورې بايد په افغانستان کې وسلې ټولې شي .

ښاغلي اعظيمي ټينگار وکړ چې په سلو کې ٩٥ درنې وسلې ټولې شوي خو دوى هڅه کوي چې وسله والو ته د کار موندنې لار پرانيزي چې په دې ډول سپکې وسلې هم ټولې شي .

له بي بي سي سره په يوه مرکه کې د افغانستان د دفاع وزارت وياند وويل هغه کسان چې تر ټاکل شوي وخته خپلې وسلې وسپاري له هغو ټولو امتيازونو به برخمن وي چې د بې وسلې کولو په پروگرام کې په پام کې نيول شوي دي .

 د ولسي جرگې تر ټاکنو وړاندې به سپکې وسلې ټولې شي
د دفاع وزارت وياند جنرال اعظيمي

د دغۀ پروگرام ترمخه له لويو وړو کارونو سره سره دغو وسله والو ته بهرني سفرونه هم په پام کې نيول شوي چې هورې په سوداگرۍ باندې پوى شي .

ټاکل شوې ده چې د غبرگولې په مياشت کې د افغانستان د ولسي او مشرانو جرگو لپاره ټاکنې وشي .

ښاغلي اعظيمي وويل دى هيله لري چې تر ټاکنو وړاندې به د بې وسلې کولو پروگرام بشپړ شي چې په دې ډول ټاکنې هم بې له کومې ستونزې تيرې شي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت