BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:28 گرينويچ 2007 ,01 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امريکا افغانستان ته شوبلې او نورې وسلې ورکړې

امريکايي شوبلې
د امريکې ددفاع وزارت اته سوه ټانکونه ،نور وسايط او دولس زره ميله سپکه وسله د افغانستان ددفاع وزارت ته وسپارله
د امريکې دفاع وزارت د افغانستان د ملي پوځ د پياوړتيا او سمبا لښت په موخه په سلگونو ټانکونه او په زرگونو ميله سپکه وسله ددغه هيواد ددفاع وزارت ته وسپارله.

دغه پوځي وسايل په هغه غونډه کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول چې ولسمشر حامد کرزي او د افغان دولت د کابينې يو شمير غړو په کې برخه اخستې وه.

د افغانستان ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ د خپلې وينا پر مهال وويل چې د ملي پوځ پيا وړتيا او سمبالښت به دې ته لاره هواره کړي چې په کراره کراره په دغه هيواد کې د نړيوالو پوځونو شتون کم کړي.

افغان چارواکي وايي چې افغانستان يو مهال پنځه زره ټانکونه او څلور سوه جنگي الوتکې درلودې چې د جگړو په ترڅ کې دا هرڅه له منځه لاړل.

ښايي د امريکې دغه نوې مرستې تر يوې کچې هغو انديښنو ته ځواب پيدا کړي چې گنې د افغانستان د ملي اردو سرتيري د اورپکو په وړاندې کيدونکو جگړو کې په اړينو او کارنده وسلو سمبال نه دي.

تر دې مخکې په جنگ ځپلو سيمو يانې سويل او ختيځ کې د ملي پوځ چارواکو سر ټکونه کوله چې گواکې کافي او اړين پوځي وسايل نه لري او څه چې په لاس کې لري هغه هم په سمه توگه کار نه کوي له همدې کبله د جگړې پر مهال مرگ ژوبله ور اوړي.

د همدغو غوښتنو او سرټکونو په پايله کې د امريکې ددفاع وزارت اته سوه ټانکونه ،نور وسايط او دولس زره ميله سپکه وسله د افغانستان ددفاع وزارت ته وسپارله چې دا چاره د افغانستان د خوا له تاوده هرکلي سره مخامخ شوه.

ددغه هيواد ددفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردگ پر همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې مرسته شوې وسلې عصري کارنده او نوې دي نوموړي هيله څرگنده کړه چې په دغو وسايلو سره به ملي پوځ ددې جوگه شي چې په ښه توگه د اورپکو مقابله وکړي.

همدا راز ښاغلي وردگ وويل چې د کورنيو امنيتي ځواکونو پياوړتيا به ددې لامل وگرځي چې په کراره کراره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون کم شي.

د افغانستان ددفاع وزير له ناټو او نورې نړيوالې ټولنې څخه هم غوښته وکړه چې ددغه هيواد د ملي پوځ د لا سمبالښت په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

 افغانستان تر کورنيو جگړو مخکې پنځه زره ټانکونه او څلور سوه جنگي الوتکې درلودې
ولسمشر کرزى
له افغانستان سره د امريکې د پوځي مرستو د برخې مشر وويل دغه نوې مرستې ددې څرگندونه کوي چې امريکا او نړيوال پر خپلو هغو ژمنو ولاړدي چې له افغانستان سره يې کړې دي.نوموړي وويل چې د دغه هيواد د ملي پوځ سمبالتيا به افغان سرتيري ددې جوگه کړي چې په يواځې ځان له اورپکو سره وجنگيږي.

ولسمشر حامد کرزي د مرسته شويو وسلو په ساتنه ټينگار وکړ نوموړي وويل چې افغانستان تر کورنيو جگړو مخکې پنځه زره ټانکونه او څلور سوه جنگي الوتکې درلودې خو راز راز سياستونو او کورنيو جگړو دا هر څه له منځه يوړل نوموړي د ملي پوځ سرتيري مخاطب کړل او ويې ويل چې د اردو غړي بايد ددغو پوځي وسايلو د ساتلو په موخه ځانونه له ډلبنديو وساتي.

له افغانستان سره دغه نوې پوځي مرستې داسې مهال کيږي چې د ولسمشر بوش حکومت د هغه هيواد له کانگرسه غوښتي دي چې د افغانستان لپاره د لس اشاريه شپږ ملياردو ډالرو مرسته تصويب کړي چې ډيره برخه به يې د ملي پوځ پر بيا رغاونه ولگول شي.

همدا راز څو مياشتې مخکې د امريکې متحدو ايالتونو اعلان وکړ چې د افغانستان له ملي اردو سره به ددوه ميلياردو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي.

د افغانستان ملي اردو دا مهال شاوخوا څلويښت زره سرتيرې لري چې د عملياتو پر مهال ډير ځله پر بهرنيو ځواکونو تکيه کوي.

د افغانستان ددفاع وزارت وايي هڅه کوي چې د ٢٠٠٨ ميلادي کال ترپايه د خپلو سرتيرو شميره اويا زرو ته پورته کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت