|
د پنجشير درنې وسلې کابل ته ليږديږي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سر له نن څخه ( يکشنبه ) د پنجشير له درې نه ځينې درنې وسلې کابل ته ليږدول کيږي . د پنجشير د درنو وسلو په باب له ډيره وخته خبرې اترې روانې وې خو ايله اوس ځايي قومندانان سلا شوي دي چې تر سلو ډيرې درنې وسلې وسپاري . کابل ته د پنجشير د درنو وسلو په ليږد به دوه اوونۍ وخت ولگيږي خو د ملگرو ملتونو يوۀ وياند په کابل کې وويل چې دوى لا هم باور لري چې په دغې درې کې به نورې درنې وسلې هم وي . د افغانستان په پلازمېنه کې د ملگرو ملتونو يوې وياندې وويل د پنجشير د نورو وسلو د ليږدونې په اب به په راتلونکې کې خبرې کيږي . د وسلو د ټولو دا چاره د نوي افغانستان په نامۀ د يوۀ بهير ترمخې ترسره شوې ده . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||